تازه خبرونه
حکومت د افغانستان د سولې خبرو د سانسور پای ته رسول غواړي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د رسنیو له حضور پرته په قطر کې روانې خپلمنځي خبرې یو سیاسي شاتګ دی او له رسنیو سره د طالبانو د چلند ښکارندويي کوي.
په قطر کې د خپلمنځي خبرو له پیل وروسته دغو غونډو او خبرو ته د رسنیو لاسرسی محدود شوی او له کابل څخه قطر تللي یو شمېر خبریالان په قصدي توګه کابل ته را استول شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي هم له قطر څخه د افغان خبریالانو پر بېرته راستنولو اندېښنه څرګندوي او ټينګار کوي؛ رسنیو ته باید فرصت برابر شي، چې له خپلمنځي خبرو راپورونه ورکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي، چې په خپلمنځي خبرو کې د رسنیو د استازیو د حضور مخینوی او اطلاعاتو ته نه لاسری د سختې اندېښنې وړ دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال عبدالمنان شیوای شرق ویلي؛ داسې نه، چې د رسنیو سانسور او طالباني کیدل له همدې ځایه پیل نشي؛ مونږ غواړو، چې د دې کار مخه له همدې ځایه او همداوس ونیول شي او د هېواد رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون له مخې په کې خپل شتون ولري.
د رسنیو یو شمېر استازي هم له قطر څخه د افغان خبریالانو پر بېرته راستنولو نیوکې کوي او وايي، چې دا چاره په قصدي توګه شوې ده.
د کلید ګروپ مسووله نجیبه ایوبي وایي: رسنۍ او د رسنیو استازي له قطره راواستول شول. کله، چې په هوایي ډګر کې پاسپورتونه ورکړ شول؛ پوه شول، چې ویزه یې دېرش ورځنۍ وه او دوی یې په پېنځه ورځو کې راستانه کړل.
د کابل نیوز تلویزیون مسوول جیلاني ځواک ویلي؛ هغه حکومتي پلاوی، چې قطر ته تلی؛ نه غواړي، چې خلک د خبرو له بهیره پوه شي. یعنې کله، چې رسنۍ څه وانوري، خلک به پر څه پوه شي. دا د اندېښنې وړ ، چې ملت ترې بې خبره وي.
د رسنیو مسوولین وايي؛ په قطر کې د خپلمنځي خبرو د خبري پوښښ محدویتونه د منلو وړ ندي او ټينګار کوي، چې رسنیو ته باید اجازه ورکړ شي، چې د خبرو له جزئیاتو خلکو ته معلومات وړاندې کړي.
