تازه خبرونه

حکومت د سولې خبرو ته لیواله ندي – طالبان

Published

on

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سې شنبې پر ورځ د چنګاښ ۸ ویلي، چې د حکومتي پلاوي د اړیکو ډله د سولې خبرو ته لیواله نده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې که څه هم د اړیکو دواړو ډلو له اختر وروسته ګڼې ناستې درلودې؛ خو حکومتي پلاوی خبرو ته لیواله ندی او کېدی شي د غني او عبدالله د سفر پایلو ته سترګې پر لار وي.

هغه دغه راز ویلي، د حکومتي پلاوي د اړیکو ډلې له رسنیو او یو شمېر هېوادونو سره ګډې خبرې شریکې کړي او په ګوته کوي، چې د طالبانو د خبرو اترو ډله خبرو ته لیواله نده.

نعیم ویلي؛ طالبانو ته د سولې بهیر یو مسوولیت دی؛ خو بل اړخ یې د پروپاګند په توګه کاروي او له څه وخت راپدیخوا د سولې پر ضد او له دې بهیر سره په ټکر کې زهرجن تبلیغات کوي.

حکومتي پلاوي تر دې دمه د طالبانو د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو میاشتو راپدیخوا خپلمنځي خبرو ډلې کومې پایلې ته ندي رسیدلي.

Trending

Exit mobile version