تازه خبرونه
حکومت د ولسي جرګې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي- سیاسي ګوندونه
ځینې ګوندونه او سیاسي بهیرونه وایي؛ حکومت هڅه وکړه، چې د ولسي جرګې ټاکنې ټکنۍ او له ستونزو ډکې تر سره او د ولسمشرۍ ټاکنې د ځان په ګټه راوڅرخوي.
د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۸ نېټې د ولسي جرګې ټاکنې له سختو نیوکو سره مخ شوې او دې حالت د سیاسي بهیرونو اندېښنې را راوپارولې او وایي، چې کمیسیون نشي کولی د خلکو د منلو وړ ټاکنې تر سره کړي.
ځینې ګوندونه وایي؛ د ولسي جرګې ټاکنو وښوده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت نشي کولی د ولسمشرۍ ټاکنې مدیریت کړي.
د احمدشاه مسعود بنسټ رییس احمدولي مسعود وایي: حکومت رښتینی او د ډاډ وړندی. په حکومت کې دننه داسې کړۍ شته، چې څه وغواړي هغه تر سره کولی شي.
یو شمېر نور ګوندونه وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلواک عمل ندی کړی او د دې کمیسیون په چارو کې ځینې لاسونه ګوتې وهي.
د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال وایي؛ فکر کوم داسې اړیکې هم شته، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلواکه کار ونکړي او تر دې دمه هم کمیسیون خپلواکه کار ندی کړی؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیط الله هاشمي وایي، تر دوه اوونیو پورې به د ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتوالی پیل او د دې بهیر په اړه کار به له ټولو ګوندونو، مدني ټولنو او بنسټونو سره شریک شي
حکومت تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډده کړې ده.
خبریاله: افسون محمدي