تازه خبرونه
حکومت د فساد پر ضد ننداریزه مبارزه کړې- د روڼتیا څار بنسټ
نصیر احمد نومی یو مدعي څه نا څه دوه سوه پاڼې اسناد لري او ادعا کوي؛ یو پخوانی حکومتي چارواکی هڅه کوي، چې د استوګنې کورونه په زوره ونیسي.
نوموړی وایي، په حکومت کې زور، واسطه او پېژندنه حاکمه ده له اووه کلونو راپدیخوا په عدلي او قضایي بنسټونو کې سرګردان دی؛ خو د حکومت د اوسنیو چارواکو د ملاتړ له کبله یې دوسیه د بل چا په ګټه فیصله شوې او ستره محکمه هم غواړي، چې کور ورخوشې کړم.
د ملي وحدت حکومت د عدلي او قضایي مرکز رامنځته کول او دغه راز د پوځیانو او ملکیانو لپاره څو ډاګیزې محکمې له فساد سره د مبارزې په لار کې لویه لاسته راوړنه بولي.
د افغانستان د روڼتیا څار څېړونکی ناصر تیموري وایي: په تېرو څلور کلونو کې د ملي وحدت حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره ټول ننداریز کارونه کړي دي؛ ځکه، چې د خلکو پر ژوندانه یې کوم مثبت اغېز نه لیدل کیږي.
لویه څارنوالي فساد د حکومت پر تندي تور داغ ګني او ټینګار کوي، چې د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره له هر غوراوي کار اخلي.
لویې څارنوالۍ په خپل ویب سایت کې د فساد لسګونه دوسیې خپرې کړي، چې په وینا یې دا د اداري فساد پر وړاندې د دوی په مبارزه کې د ملي وحدت حکومت لویه لاسته راوړنه ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي: لویه څارنوالي قانون ته ژمنه ده او هیڅوک له قانو لوړ ندی او د دغه کار لپاره مو فشار هم یو غوراوی دی.
د تازه راپورونو له مخې؛ اوس هم حکومت د ملی شورا د خینو غړیو او جګپوړیو سیاسي چارواکو په محاکمه کولو کې سیاسي چلند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل تازه راپور کې ویلي؛ فساد په افغان حکومت کې د قانون حاکمیت کمزوری کړی او د سولې لید لوری یې له خطر سره مخ کړی دی.
خبریال: شاهپور فرهمند