سیمه ییز خبرونه
خامنهیی د یورانیمو پر غني کولو د ټینګار تر څنګ د ټرمپ اټومي وړاندیز رد کړ
رویټرز راپور ورکړی، چې د نوي اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز د شنبې پر ورځ د عمان لخوا ایران ته وړاندې شو، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف یې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی دی.

د ایران رهبر آیت الله علي خامنهيی د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د یورانیمو له غني کولو تېرېدا “سل په سلو کې” د هېوادنیو ګټو پر ضد دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د نوي اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز د شنبې پر ورځ د عمان لخوا ایران ته وړاندې شو، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف یې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی دی.
له پېنځه پړاوه خبرو وروسته ډېری ستونزمنې مسلې پاتې دي؛ ایران په خپله خاوره کې د یورانیمو پرغني کولو ټینګار کوي او بهر ته د غني شويو یورانیمو د ټولو موجوده زیرمو له لیږدولو څخه، چې د اټومي بمونو لپاره احتمالي اومه توکي دي؛ د تهران انکار.
خامنهیی، چې په دولتي ټولو مسلو کې وروستۍ خبره کوي، د خبرو اترو د بندولو په اړه څه ونهویل؛ خو څرګندوي، چې د امریکا وړاندیز “زمونږ د ځانبسیاینې له ملي باور او د ‘مونږ کولی شو’ اصل سره په ټکر کې دی”.
خامنهیی د اسلامي جمهوریت د بنسټوال آیت الله روح الله خمیني د مړینې د شپږدېرشمې کلیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: “د یورانیمو غني کول زمونږ د اټومي پروګرام کیلي ده او دښمنانو پر غني کولو تمرکز کړی دی.”
هغه زیاته کړې “هغه وړاندیز، چې امریکایانو کړی؛ ۱۰۰ سلنه زمونږ د ملي ګټو خلاف دی … د امریکا بې ادبه او کبرجن مشران پرلهپسې غوښتنه کوي، چې مونږ دې اټومي پروګرام ونه لرو. تاسې څوک یاست، چې د ایران د غني کولو په اړه پرېکړه کوئ ؟”.
تهران وايي؛ غواړي د سولهییزو موخو لپاره اټومي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولري او له اوږدې مودې راپدېخوا یې په دې اړه د لویدیځو قدرتونو تورونه، چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا په لټه کې دی؛ رد کړي دي.
رویټرز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې تهران د امریکا وړاندیز د “غیر عملي حل لارې” په توګه ردولو ته چمتو دی؛ ځکه، چې نه یې د یورانیمو د غني کولو په اړه د واشنګټن دریځ نرم کړ او نه یې د تهران ګټې په پام کې ونیولې.
ټرمپ غواړي د تهران د اټومي وسلو د تولیدي وړتیا کچه راتیټه کړي؛ ځکه د سیمهییزو اټومي وسلو سیالي رامنځته کوي، چې شونې ده اسرائیلو ته ګواښ شي. د ایران مذهبي بنسټ غواړي د بندیزونو له ویجاړونکي شرم څخه ځان خلاص کړي.
ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړي پېر کې له شپږ قدرتونو سره د تهران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون پرېښود او بندیزونه یې ولګول، چې د ایران اقتصاد یې فلج کړی؛ بیا ولګول؛ خو ایران د تړون له حدودو څخه ډېر د غني کولو پر زیاتولو ځواب ورکړ.
د ایران مذهبي بنسټ له ګڼو بحرانونو سره مخ دی؛ د انرژۍ او اوبو کمښت، د اسعارو د ارزښت ټیټیدا، له اسرائیلو سره په شخړو کې د سیمهییزو ملیشو زیانونه او د اسرائیلو لخوا د دوی پر اټومي تاسیساتو د برید ډېرېدونکې ویره، چې دا ټول د ټرمپ د سخت دریځۍ له کبله زیات شوي دي.
د ایران اصلي دښمن اسرائیل، چې د تهران اټومي پروګرام د یو موجود ګواښ په توګه ګوري؛ پرلهپسې ګواښي، چې اټومي وسلو ته له لاسرسي مخکې د اسلامي جمهوریت اټومي تاسیسات بمبارډ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تهران هم د سخت غبرګون ژمنه کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
عراقچي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې پر ورځ(د چنګاښ پېنځلسمه) د بریکس سرمشریزې په څنډه کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې لاوروف د ایران د اټومي پروګرام د شخړې د حل په اړه د منځګړیتوب لپاره د مسکو وړاندیز بیا تکرار کړ.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ لاوروف تېره میاشت پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونو د غندلو په ګډون “د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې د اټومي تاسیساتو بمبارډ” او د ډیپلوماسۍ له لارې د اټومي مسلو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: “مسکو د روسیې د ولسمشر لخوا د پخوانیو نوښتونو په ګډون د دوه اړخیزو منلو وړ حلونو په موندلو کې د مرستې لپاره خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.”
عراقچي د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې هم مسکو ته سفر کړی و.
سیمه ییز خبرونه
خامنه د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په عامو مراسمو کې ښکاره شو
د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنهیي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.

رویټرز راپور ورکړ: د دولتي ټلویزیون لخوا د خپرې شوې ویډیو له مخې؛ د ایران رهبر آیت الله علي خامنهیي د شنبې پر ورځ د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، چې په کې لوړ پوړي ایراني قومندانان او اټومي ساینس پوهان ووژل شول؛ په یوه مذهبي غونډه کې ګډون وکړ.
د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنهیي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.
د ښکاره امنیتي دلایلو له مخې؛ خامنهيي د جون پر دیارلسمه د جګړې پر مهال مخکې له مخکې ثبت شوي پیغامونه خپاره کړي وه او له عامه څرګندېدو څخه یې ډډه کړې وه.
په دې راپور کې راغلي؛ د جون پر شپږویشتمه د دولتي ټلویزیون په مخکې له مخکې ثبت شويو څرګندونو کې خامنهیي ژمنه کړې، چې ایران به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنو سره – سره تسلیم نشي.
سیمه ییز خبرونه
ایران په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو ته چمتووالی نیسي – رویټرز
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارو موندلې، چې ایران د غبرګولي پر درویشتمه / جون پر دیاریسمه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپدېخوا په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو لپاره چمتووالی نیولی، چې له دې لارې یې د نړۍ د تېلو او ګازو د ۲۰ سلنې د لېږد او امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

رویټرز د دوه امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د فارس خلیج په کښتیو کې سمندري ماینونو ایښودلو ته چمتووالی نیسي، چې د نړۍ یوه اړینه سوداګریزه لار ده.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارو موندلې، چې ایران د غبرګولي پر درویشتمه / جون پر دیاریسمه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپدېخوا په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو لپاره چمتووالی نیولی، چې له دې لارې یې د نړۍ د تېلو او ګازو د ۲۰ سلنې د لېږد او امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
دا ډول اقدام کولی شي په چټکۍ سره تاوتریخوالی زیات کړي او نړیواله سوداګري ګډوډه کړي؛ خو ماینونه لا تر اوسه په تنګي کې ایښودل شوي. ندي
د یکشنبې پر ورځ د چنګاښ لومړۍ / د جون دوهویشتمه اسلامي مشورتي شورا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو څو ساعته وروسته د هرمز تنګي د تړلو پلان تصویب کړ. په هرصورت، وروستۍ پرېکړه د ملي امنیت شورا پورې اړه لري.
ایران په وروستیو کلونو کې پرلهپسې د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی؛ خو هیڅکله یې داسې اقدام ندی کړی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هرمز تنګي د تړلو د امکان په اړه د پوښتنې پر وخت وویل: “ټول غوراوي پر میز پراته دي.”
دوو امریکایي چارواکو ویلي، چې د امریکا حکومت دا احتمال رد نکړ، چې د ماینونو ایښودل یوه دسیسه وه.
چارواکو ویلي، چې ایران ممکن ماینونه یوازې د واشنګټن د قانع کولو لپاره ایښودل شوي وي، چې ایران د هرمز تنګی بند نکړي.
دا هم ممکنه ده، چې د ایران پوځ د عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی وي او د چارواکو د امر پرتمه دي.
د هرمز تنګی د ایران او عمان ترمنځ موقعیت لري او د فارس خلیج د عمان سمندر سره نښلوي. د تنګي تر ټولو تنګه برخه ۳۴ کیلومټره پراخه ده؛ خو د بار وړلو لین یې په هر لوري کې یوازې ۳.۲ کیلومټره پراخ دی.
د اوپیک غړو ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویت او عراق د خامو تېلو صادراتو لویه برخه له دې تنګي څخه تېریږي او قطر، چې د نړۍ د مایع طبیعي ګازو یو له لویو صادرونکو څخه دی هم د خپلو صادراتو نږدې ټوله برخه له دې تنګي څخه تېریږي.
د امریکا د سمندري ځواکونو پېنځمه بېړۍ، چې په بحرین کې ځای پر ځای شوې ده؛ په سیمه کې د سوداګرۍ د ساتنې مسوولیت لري.
د امریکا سمندري ځواک معمولاً په بحرین کې څلور د ماین ضد کښتۍ (MCMs) ځای پر ځای کړي خو دا کښتۍ د لیټورل جنګي کښتۍ (LCS) په نوم د یو بل ډول کښتۍ لخوا ځای پر ځای کیږي، چې د ماین ضد اقداماتو وړتیاوې هم لري.
د امریکا د سمندري ځواکونو د پېنځمې بېړۍ پر اډه د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال له کبله د امریکا د ماین ضد اقداماتو ټولې کښتۍ لنډمهاله له بحرین څخه ایستل شوي؛ خو د ایران ځواب په قطر کې د امریکا د پوځي اډې پر راکټي برید پورې محدود و.
-
تازه خبرونه4 days ago
له افغانستان وتل مو د تاریخ له شرمه ډکه شېبه وه – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days ago
د محرم لسمه د امن په فضا کې ترسره شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
په تېرو ۱۰۰ ورځو کې د دوغارون له لارې ۴۹۰ زره افغانان ستانه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
په اسلام آباد کې د افغانانو په ګډون د ویزو د جعل کارۍ یوه ډله ونیول شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
د کونړ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې پر ۳۵ پرمختیایي پروژو کار پیل شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په ټګزاس کې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۸ کسانو ته ورسېد
-
تازه خبرونه3 days ago
د چین یو خصوصي شرکت په بېلابېلو ولایتونو کې ګډ بازارونه، لارې او صنعتي پارکونه جوړوي
-
تازه خبرونه1 day ago
د کال تر پایه ممکن یو میلیون نور افغانان هم له ایران څخه هېواد ته راستانه شي