سیمه ییز خبرونه
خامنه د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په عامو مراسمو کې ښکاره شو
د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنهیي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.
رویټرز راپور ورکړ: د دولتي ټلویزیون لخوا د خپرې شوې ویډیو له مخې؛ د ایران رهبر آیت الله علي خامنهیي د شنبې پر ورځ د اسرائیلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، چې په کې لوړ پوړي ایراني قومندانان او اټومي ساینس پوهان ووژل شول؛ په یوه مذهبي غونډه کې ګډون وکړ.
د دولتي رسنیو لخوا په خپره شوې ویډیو کې د عاشورا د نمانځلو مراسم لیدل کیږي، چې د شیعه مسلمانانو د کلیزې تر ټولو سپېڅلې ورځ ده؛ لسګونه کسان ولاړ دي او خامنهیي هغه تالار ته ننوځي، چې ډېری دولتي مراسم په کې ترسره کیږي.
د ښکاره امنیتي دلایلو له مخې؛ خامنهيي د جون پر دیارلسمه د جګړې پر مهال مخکې له مخکې ثبت شوي پیغامونه خپاره کړي وه او له عامه څرګندېدو څخه یې ډډه کړې وه.
په دې راپور کې راغلي؛ د جون پر شپږویشتمه د دولتي ټلویزیون په مخکې له مخکې ثبت شويو څرګندونو کې خامنهیي ژمنه کړې، چې ایران به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنو سره – سره تسلیم نشي.