لوبی

خدا دادي د ټوکیو په پارالمپیک لوبو کې له مډال ګټلو پرته مخه ښه وکړه

Published

on

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي نن پنجشنبه د ۲۰۲۰ پارالمپیک لوبو په شیاب چانګ  سیالیو کې له ماتې برخمنه شوه او له لوبو ووته.

هغې لومړی د ۴۴ کیلوګرام وزن په لرلو له ازبکستانۍ ایساکووا سره په منفي ۴۹ کیلو ګراموزن سیالي د ۱۷ / ۱۲ پایلې پر تر لاسه کولو لوبه بایلوله؛ خو، چې سیالې یې وروستي پړاو ته لار ومونده نوموړې هم د برنز مډال د تر لاسه کولو له سیالۍ برخمنه شوه.   

هغه، چې دمګړې په پاریس کې کډواله ده؛ د دوه یم پړاو په سیالۍ کې یې د اوکراینۍ مارچوکي څخه د ۴۸ / ۳۴ خپله ماته ومنله او په دې توګه له مډال پرته له روانو لوبو ووته.

له دې مخکې د هیواد یو بل استازي حسین رسولي د اتلتیک د خیز په برخه کې له خپلو ۱۳ سیالانو وروستي ځای خپل کړاو بریالی نشو، چې وروستي پړاو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې خدایدادي او رسولي تر اوسه له خبریالانو سره مرکه نده کړې او چارواکو له هغو غوښتي، چې په رسنیزو خبرو کې له ګډون ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version