تازه خبرونه

خلا ته د جاپاني خصوصي شرکت توغول شوی توغندی ناکام شو

Published

on

 نن یکشنبه سهار مهال د غبرګولي پر ۲۵ یو نوي جوړشوي جاپاني خصوصي شرکت خلا ته خپل یو توغندی وتوغاوه؛ خو د تخنیکي ستونزو له کبله موخې ته له رسیدو پاتې شو.

دا توغندی نن سهار څه نا څه درې بجې د جاپان د هوکایډو له تایکي کلي توغول شوی و.

جاپاني رسنۍ مینیچي په ډاګه کړې، چې د جاپان انټرسټیلر ټکنالوژۍ مومو ـ ۵ ډوله توغندی خلا ته له رسیدو مخکې سمندر ته غورزیدلی دی.

یاد شرکت ویلي؛ د ماشین یوه برخه د توغولو پر مهال زیانمنه شوې وه او بلې برخې ونشو کولی، چې خپل لوری خوندي وساتي. دې توغندی شاوخوا ۱۱ کیلومتره مزل کړی و، چې د توغیدو له سیمې لږ تر لږ څلور کیلومتره لیرې اوبو ته وغورزیده.

د دې شرکت مشر تاماهیریو اناګاوا په یو آنلاین کنفرانس کې څرګنده کړې، چې مونږ خواشینوونکې پایلې ترلاسه کړي؛ خو دا یوازې د ماشین ستونزه وه، نور څه کاري زیان نلرو او د راتلونکي توغندي توغولو ته به دېر پام ساتو.

همدارنګه مینیچي ورځپاڼې په ۲۰۱۳ کال کې د جوړ شوي شرکت له بنسټوال تامافومو هوریي د څرګندونو له مخې لیکلي، چې دې توغندي تر یوه ځایه ښه او ډاډمن مزل کړی دی.

دغه شرکت تېرکال له ځمکې څخه د شاوخوا ۱۰۰ کیلومترو په واټن یو توغندی توغولی و او هغه مهال لومړنی جاپاني خصوصي شرکت شو، چې له ځمکې یې خلا ته توغندی وتوغاوه.

Trending

Exit mobile version