تازه خبرونه
خلا ته د نړۍ د ترټولو بډایه سړي او درې نورو کسانو بریالی تګ راتګ

د آمازون بنسټوال جف بزوس او د نړۍ ترټولو بډایه سړی نن سې شنبه د چنګاښ ۲۹ د خپل نيو شیبرډ خلایي بېړۍ پر مټ، چې پخپل بلو اوریجن شرکت کې یې جوړ کړی؛ له درې نورو کسانو سره د خلا او ځمکې څنډې ته ډاډمن رسیدلی او خوندي بېرته ځمکې ته راستون شو.
۷۵ کلن جف بزوس د لس دقیقو او شل ثانیو لپاره د خلا او ځمکې په څنډه کې مخکې او وروسته ولاړ. دغه پېښه د ځمکې او خلا څنډې ته د بریټانیا د میلیارډر ریچارډ برانسون او پېنځه نورو کسانو له سفر نهه ورځې وروسته رامنځته کیږي.
دغه خلایي بېړۍ په ګړۍ کې ۳۵۴۰ کیلومټره چټکتیا ته جوړه شوې؛ دې خلایي بېړۍ د ځمکې پر سر ۱۰۷ کیلو مټره الوتنه تر سره او سیلانیانو د ځمکې حیرانوونکی انخور ولیده او دغه راز یې د جاذبې د کمېرو تجربه وکړه.
د ځلور کسانو لېږدوونکې دغې بېړۍ له څو دقیقو وروسته د تګزاس په صحرا کې خوندي راکښته شوه.
ټاکلشوې، چې بلو اوریجن د سږکال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې د ګرځندوی لپاره دوه نورې توغېدنې هم ولري.
جف بزوس ۲۰۶ میلیارډ ډالرو نږه پانګه لري. هغه تېره میاشت د آمازون له مدیریته ګوښه شوی دی.
تازه خبرونه
په بلخ کې سیلابونو مالي زیانونه واړول

د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې؛ د دغه ولایت په زارع ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبله د استوګنې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ځايي اوسیدونکیو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
د بلخ امنيه قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري ويلي، دغه سیلابونه د پنجشنبې پر ورځ (د وري درېیمه) د دغه ولايت په زارع ولسوالۍ کې راوتلي وه.
وزيري زیاته کړې، دغو کورونو ته څېرمه شاوخوا درې زره جريبه کرنيزه ځمکه سیلابونو لاندې کړې او د ځايي اوسیدونکیو سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
محمد آصف وزیري د دغو سیلابونو له کبله د اوښتو ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي.
د یادونې ده، چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو وړاندویېنه کړې وه.
تازه خبرونه
د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی د خلکو غوښتنه ده – متقي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي الجزیزې ته په یوه لیکنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي؛ ځکه د افغانستان دیني او فرهنګي حساسیتونه محتاطانه چلند ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې لیکنې په یوه برخه کې څرګندوي؛ د عصري اړیکو نړیوال ماهیت پدې معنا دی، چې ټول دولتي لوبغاړي باید له یو بل سره په همغږۍ او سوله کې ژوند وکړي. دا ډول اړیکې باید د مساواتو، متقابل احترام او همکارۍ د نه بدلیدونکیو اصولو پربنسټ وي.
د امیرخان متقي په مقاله کې راغلي، چې اسلامي امارت د خبرو او افکارو پر تبادله باور لري؛ خو دا عمل باید دواړه لوري تر سره کړي.
نوموړي لیکلي؛ مونږ د سیاسي یا اقتصادي فشارونو څخه په پاکه فضا کې د عملي حل موندلو او د غلط فهمیو د حل کولو په هدف په خبرو اترو او د نظرونو پر تبادله باور لرو.
د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې؛ هر هغه حکومت، چې دغو حساسیتونو ته په پام انډول نه وي ساتلی بالاخره له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. لنډمهالی حکومت چمتو دی، چې د ګډو ګټو په پام کې نیولو سره یو ځل بیا نړۍ ته د مثبت تعامل لاس ورکړي.
امیر خان متقي په خپله مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران اصلي لامل د امریکا لخوا بانکي بندیزونه دي.
هغه ټینګار کړی، چې بندیزونه او فشارونه اختلافات نه حلوي، بلکې متقابل اعتماد به په دې لاره کې رغنده کار وکړی .
نوموړی په ډاګه کړي؛ د روان اقتصادي بحران اصلي لاملونه د امریکا لخوا د بندیزونو لګول او بانکي محدودیتونه دي او دا د بشري ناورین د حل لپاره زمونږ هڅې ځنډوي. یوازنۍ لاره، چې د افغانانو عزت ته باید په کې درناوی وشي؛ ټول بندیزونه او سوداګریز محدودیتونه باید لرې شي او امریکا دې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ آزادې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې په افغان ټولنه کې یووالی او همغږي د پخوا پر پرتله پیاوړې ده. د اسلامي امارت بهرنی سیاست به د متوازنې او خپلواکې کړنلارې پر بنسټ ولاړ وي، چې د نړیوالو او سیمه ییزو رقابتونو د ټکر مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ هېوادونو تل له لنډمهالي حکومت سره د اړیکو لپاره بشري حقونو ته درناوى او د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو لرې کول مهم شرطونه وړاندې کړي.
تازه خبرونه
د ځانګړیو ځواکونو لومړۍ دوره د ملي دفاع د وزیر په حضور کې فارغه شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارواکو نن (پنجشنبه د وري درېیمه) خبر ورکړ، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړیو ځواکونو قومندانۍ له لومړۍ دورې څخه ۴۸۵ تنه مجاهدین له درې میاشتني عقیدوي، نظامي او مسلکي زدهکړو وروسته په یو لړ شانداره مراسمو کې فارغ شول.
د فراغت دغه مراسم د ملي دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په شتون کې ترسره شول.
د ملي دفاع وزیر مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي: ستاسې دغه ستړیاوې او تکلیفونه د یو لوی مقصد لپاره دي. هغه دا، چې د ګران هېواد پر پاکه خاوره شرعي نظام نافذ کړو او د اسلامي نظام پر وړاندې، چې هرڅوک بغاوت کوي؛ تاسې به یې مقابله کوئ.
محمد یعقوب د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې داسې ډاډ څرګند کړ: ولس ته وایم، چې دغه ځانګړي ځواکونه ستاسو د سر، مال او عزت ساتنه کوي او مونږ هېچاته اجازه نه ورکوو، چې ستاسې خوشحالي در څخه واخلي. تر هغې، چې ژوندي یوو د ولس ساتنه به کوو.
دغه راز د ځانګړې قطعې مرستيال مولوي مختار احمد عمري هم له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به له دې هم پیاوړی او قوي ځواک د اسلامي نظام او د هېواد د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره وروزو.
-
لوبی4 days ago
له پاکستان سره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سیالیو لوبغاړي په ډاګه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
په تېر یونیم کال کې له ۵۰ څخه د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی شوی
-
تازه خبرونه4 days ago
په کابل کې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
-
څار4 days ago
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو ناڅرګند برخلیک
-
تازه خبرونه3 days ago
قطر او افغانستان له ۳۰ زره افغان زدهکوونکیو څخه د ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
-
نړۍ4 days ago
تایلیند د ټاکنو لپاره پارلمان منحل کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
فنلند د نړۍ له ټولو خوشاله او افغانستان خواشینی هېوادونه نومول شوي
-
تحول4 days ago
تحول: په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر بندیز اندېښنې