تازه خبرونه
خلیلزاد د استانبول د غونډې په درشل کې ترکیې ته روان شوی
د افغانستان د سولې د غونډې په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترکیې او د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد له سفره خبر ورکوي.
دغه وزارت په په ډ اګه کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد تېره پنجشنبه له امریکا څخه د ترکیې پر لوري سفر کړی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دې لیدنې موخه په افغانستان کې شخړو ته د دواړو خواوو هڅول دي، چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره خبرې چتکې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: هغه به دواړه اړخونه سیاسي هوکړې ته وهڅوي، چې تلپاتی اوربند او عادلانه سوله رامنځته کړي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ زلمی خلیلزاد به د سیمې او نړیوالې ټولنې لخوا د سولې خبرو اترو د آسانتیا لپاره په افغانستان کې له ښکېلو اړخونو سره هم وګوري.
ترکیه به په راتلونکې میاشت کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.
په دې ناسته کې به پر حکومتي پلاوي او طالبانو سربېره امریکا، روسیه، چین او د نړۍ شاوخوا یو شمېر هېوادونه برخه واخلي.
دغه راز رویټرز تېره اوونۍ راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د استانبول په دې غونډه کې له وخت مخکې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو پلان وړاندې کړي.