تازه خبرونه
خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر غزولو لپاره نوی سفر پیل کړی
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي قطر، ازبکستان او پاکستان ته نوی سفر پیل کړی، چې ورسره داځل د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې عامل پلاوي مدیر هم ملتیا کوي.
د افغانانو خپلمنځي خبرو په درشل کې زلمي خلیلزاد قطر ازبکستان او پاکستان ته سفر پیل کړی او په دې اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي؛ د سفر موخه د سیمې ملاتړ خپلول، اورکم او د افغانانو خپلمنځي خبرو له پیل مخکې د بندیانو خلاصون دی.
ویل کیږي، چې خلیلزاد به کابل ته د کرونا له کبله را نشي او په پام کې ده، چې له افغان چارواکو سره به ویدیوي خبرې ولري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري څرګندوي؛ مونږ هیله من یو، چې د خپلمنځی خبرو په پیلیدو کې د نړیوالو همکارانو هڅې مرسته وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې له خلیلزاد سره د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې د پانګونې عامل پلاوي مشر هم ملګری دی، چې د سولې له هوکړې وروسته اقتصادي فرصتونه وڅېړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ټینګار کړی، چې د سولې هڅې باید ملي وي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي؛ د سولې ټول بهیر باید ملي وي. د لنډمهالي حکومت له طرحې سره باید مخالفت ونشي.
امریکا دا مهال له طالبانو سره د سولې راوستلو د هوکړه لیک د پلي کولو په لټه کې ده.
ملګرو ملتونو ویلي؛ د راتلونکې میاشتې په لړ کې به د افغانانو خبرې پیل شي.
افغان حکومت د سولې په لار کې هر ډول پرمختګونه د تاوتریخوالي له کمي سره تړي، چې طالبان يې باید عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د تېرو دوه لسیزو ارزښتونو پر ساتنه یو ځل بیا ټینګار کړی او ولسمشرۍ څرګنده کړې؛ په هېواد کې د تېرو دوه لسیزو آزادیو او ارزښتونو د زیانمنولو لپاره یو خطرناک خوزښت پیل شوی او حکومت ژمن دی، چې مخه یې ونیسي.
