تازه خبرونه

خلیلزاد د ملي پخلاینې عالی شورا له مشرتابه او غړیو سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې پر سهار په کابل کې د امریکا د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې پر روان بهیر بحث او خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ مونږ په دوحه کې  د سولې، د تړون د بیاکتنې او د راتلونکيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

هغه ویلي، چې مونږ د تاوتریخوالي د سمدستي پای او د سولې خبرو د ګړندۍ کیدو غوښتنه کوو.

سیمې ته د خلیلزاد سفر له طالبانو سره د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر مشرۍ لاندې د خبرو د بیا پیل ښکارندویي کوي.

د امریکا د نوي حکومت لخوا د افغان سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دندې له غزولو وروسته؛ زلمي خلیلزاد خپل کاري سفر له خپل نوي مرستیال سره په ګډه له جرمني پیل کړ. دی له هغه هېواده افغانستان ته راغی؛ قطر، پاکستان، عربي متحده اماراتو او ځينو نورو هېوادونو ته به هم سفرونه ولري او د افغان سولې د خبرو د بري لپاره به د دې هېوادونو ملاتړ او مرسته تر لاسه کړي.

یو کال مخکې د کب پر لسمه د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو تړون لاسلیک شوی، چې افغان حکومت ترې بې برخې پاتې شوی او اوس حکومت د امریکا د ولسمشر جو بایډن د نوې ادارې لخوا پرېکړې ته له بیاکتنې هرکلی کوي.

Trending

Exit mobile version