تازه خبرونه

خلیلزاد له سرمشریزې مخکې خپل ګټور سفر پای ته ورساوه

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي یې کابل ته خپل څلور ورځنی ګټور سفر په داسې حال کې پای ته رسولی، چې له حکومتي سیاسي مشرانو، مدني ټولنې هڅاندو او ډیپلوماټیکې ټولنې سره یې د استانبول ناستې لپاره د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په ډاګه کړې؛ د خلیلزاد په دې ماموریت کې دواړو لوریو د سولې بهیر د ګړندۍ کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه په خپلو ناستو کې له افغانستان سره د امریکا د دوامداره ګډون د اړتیا تر څنګ د سولې په خبرو کې د ښځو او لږه کیو پر بشپړ ګډون ټینګار کړی او وایي، چې دغه راز هڅې د هر ډول حل د دوام لپاره اړینې دي.

تمه کیږي، چې د امریکا لخوا وړاندیز شوې د استانبول ناسته به د ملګرو ملتونو په مشرۍ او د ترکیې په کوربه توب د اپریل پر ۱۶ جوړه شي او د افغانستان د جمهوریت او طالبانو د استازیو په ګډون به ګڼشمېر ونډوال سره راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ په کابل کې د کوهدامن د خلکو ناستې ته، چې له جمهوري نظامه د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه څرګنده کړې، چې دوی له خلیلزاد سره د ترکیې د غونډې پر اجنډا خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version