تازه خبرونه
خلیلزاد له غني او عبدالله سره په لیدنه کې له افغانستان سره د امریکا پر ژمنتیا ټینګار څرګند کړ
د افغانستان د سولې لپاره د ام ریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره مل پلاوي یې په کابل کې د ولسمشر غني، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو ښمېر نورو حکومتي چارواکو سره وکتل.
نن له غرمې مخکې، ولسمشر اشرف غني د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره د سیاسي، ډیپلوماتیکو، امنیتي، دفاعي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې، چې زلمي خلیلزاد نن له غرمې مخکې له ولسمشر اشرف غني سره د سولې بهیر د ګړندي کولو او له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر دوام خبرې وکړې.
ارګ ويلي، چې امریکا به په کال کې ۳ اعشاریه ۳ ميلیارده ډالر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته ورکوي.
که څه هم د اشرف غني او زلمي خلیلزاد خبرې پر سیاسي اړیکو راوڅرخطدې؛ خو ارګ وايي، چې په راتلونکیو ورځو کې به له زلمي خلیلزاد سره د سولې د بهیر په اړه نورې خبرې هم وشي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وایي، نن د زلمي خلیلزاد په مشرۍ يوه امریکایي پلاوي په کابل کې له ولسمشر سره وکتل او دواړه خواوې پر سیاسي خبرو راوڅرخېدل.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر نوي فصل خبرې وکړې.
خلیلزاد ویلي؛ امریکایان به له افغانستان سره د تروریزم پروړاندې په مبارزه کې له افغان ځواکونو ملاتړ روان ساتي او له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته هم ژمن دي.
د ملي پخلاینې شورا وايي، چې زلمي خلیلزاد د جمهوريت پلوي پلاوي او طالبانو تر منځ د ګټورو او جدي خبرو اترو پر پیل ټینګار وکړ.
دغه راز طالبانو په دوحه کې د ملګرو ملتونو له سفیر سره کتلي دي.
په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، چې طالبانو د سولې خبرو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې خبرو جمهوریت پلوی پلاوی دا مهال په دوحه کې دی. دغه پلاوي ویلي، چې دوی د خبرو د پیل لپاره د طالبانو ځواب ته په تمه دي.
ټاکل شوې، چې زلمي خلیلزاد به د کابل له سفر وروسته له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.