تازه خبرونه
خلیلي د سولې بهیر په اړه د خبرو لپاره اسلام آباد ته ځي
تمه ده، چې د حزب وحدت اسلامي مشر او د افغانستان د سولې عالی شورا مشر استاد کریم خلیلي به د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۲) پر درې ورځني سفر اسلام آباد ته ولاړشي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: خلیلي به د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د ملي شورا مشر اسد قیصر او نورو مخورو سره وګوري.
د اعلامیې له مخې: د استاد کریم خلیلي لیدنه د پاکستان د روان سیاست یوه برخه ده، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه عامه همغږي رامنځته او د خلکو تر منځ اړیکې ژورې کړي.
په اعلامیه کې یادونه شوې، چې له افغانستان سره د پاکستان وروستۍ اړیکې د ګډ تاریخ، باور، فرهنګ ، ارزښتونو او دودونو پر بنسټ ټینګې شوې دي. پاکستان د افغانانو د سولې، ثبات او هوساینې لپاره له هر ډول هڅو بشپړ ملاتړ کوي.
دغه راز په ډاګه شوې؛ پاکستان د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو د واک له مخې د سولې بهیر له لارې په افغانستان کې د هر اړخیز، پراخ بنسټه او ټولګډونه سیاسي حل لپاره پخپل ملاتړ ټینګار کوي.
د خلیلي سفر د قطر په پلازمېنه دوحه کې د کابل او طالبانو تر منځ د خبرو اترو له دوه یم پړاو سره همغږی دی.
د سولې خبرو د بهیر پرمهال پر طالبانو د اسلام آباد نفوذ مهم ګڼل کیږي. په ځانګړي توګه له هغې وروسته چې پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې تنظیم کړې او په پایله کې یې د تېر کال د فبرورۍ پر ۲۹ د دواړو ترمنځ د سولې راوستلو تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې؛ متحده ایالاتو ژمنه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال تر می پورې به له طالبانو څخه د امنیتي ډاډ پر ترلاسه کولو ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
