سیمه ییز خبرونه
خلیل الحیه د حماس نوی مشر شو
د رویټرز د راپور له مخې، شنونکي دا ټاکنه د حماس له لوري د وسلې اېښودو لپاره د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې د سخت دریځ نښه بولي.
حماس غورځنګ اعلان کړی، چې په غزه کې یې پخوانی مشر او مخکښ مذاکره کوونکی خلیل الحیه د حماس نوی مشر ټاکل شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، شنونکي دا ټاکنه د حماس له لوري د وسلې اېښودو لپاره د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې د سخت دریځ نښه بولي.
خلیل الحیه د یحیی سنوار ځایناستی شوی، چې د ۲۰۲۴ز. کال په اوکټوبر کې له اسرائیلي ځواکونو سره د نښتې له کبله ووژل شو. د سنوار او تر هغه وړاندې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدا وروسته؛ الحیه د دې غورځنګ له مهمو رهبرانو څخه شمېرل کېده.
الحیه، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې مېشت دی؛ د حماس له مخکښو سیاسي څېرو او اصلي مذاکره کوونکو څخه ګڼل کېږي. ځینې سیاسي څارونکي نوموړی د حماس د مشرۍ بل مطرح نوماند خالد مشعل پر پرتله د سخت دریځو لیدلوریو څښتن بولي.
د حماس د نوي مشر ټاکنه داسې مهال کېږي، چې دا غورځنګ له ۱۹۸۷ز.کال راپدېخوا د خپل فعالیت له تر ټولو ستونزمن پړاو سره مخ دی. حماس د اسرائیل او حماس ترمنځ له دوه کلنې جګړې وروسته د وسلې اېښودو او د جګړو د پای ته رسولو لپاره له زیاتېدونکو نړیوالو فشارونو سره مخ دی.
د فلسطینۍ سیاسي شنونکي ریحام عوده د څرګندونو له مخې؛ د خلیل الحیه ټاکنه دا پیغام لري، چې حماس اوس هم وسلهوالې مبارزې ته ژمن دی، د وسلې اېښودو مخالفت کوي او غواړي خپلې پوځي وړتیاوې او له ایران او د «مقاومت محور» سره اړیکې وساتي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا بدلون ښایي د حماس د وسلې اېښودو په اړه د هر ډول احتمالي هوکړې ترلاسه کول ستونزمن کړي.