تازه خبرونه

داعش په ننګرهار کې د ټلویزیون د درې ښځینه کارکوونکیو د وژنې مسوولیت منلی

Published

on

ویل کیږي، چې داعش جنګیالیو د شنبې پر مازیګر په جلال آباد ښار کې د انعکاس ټلویزیون د درې کار کوونکیو د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

داعش ډلې د سې شنبې پر شپه په ډاګه کړې، چې د دوی جنګیالیو د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارمندانې وژلي دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ويلي؛ که څه هم داعش د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، خو ادعاګانې باید وڅېړل شي.

هغه زیاته کړې، چې د وژلو ترشا د کومې ډلې د لاس لرلو پر موخه له کابل څخه ننګرهار ته یو پلاوی استول شوی دی.

دغه درې میرمنې، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ اټکل شوي؛ په دوه بریدونو کې هغه مهال پر ډزو وژل شوي، چې له دندې څخه کور ته ستنېدلې.

راپورونه دا هم په ګوته کوي، چې په برید کې د اړوند ټلویزیون څلورمه میرمن سخته ټپي شوې ده.

د انعکاس تلویزیون مشر زلمي لطيفي ویلي، چې دا درې میرمنې له لیسې نوې فارغې شوې وې او د ټلویزیون د دوبلې په څانګه کې یې کار کاوه.

د لطیفي د څرګندونو له مخې؛ انعکاس ټلویزیوني چینل لس میرمنې پر دندو ګمارلې وې، چې څلور یې تر دې دمه وژل شوې دي.

افغان چارواکو د سې شنبې پر شپه ویلي وه؛ یو وسلوال، چې له طالبانو سره یې اړیکه درلوده نیول شوی دی.

د ننګرهار ولایت د پولیسو مشر جمعه ګل همت ویلي وه، چې نیول شوی شکمن برید کوونکی له طالبانو سره تړاو لري.

طالبانو پدې برید کې دلاس لرلو خبره رد کړې ده.

دغه برید د امریکا سفارت په ګډون د خبریالانو ملاتړ ټولنې او یوشمېر نورو بنسټونو غندلی او څرګندوي، چې د خبریالانو هدفي وژنه کولی شي په ژورنالیستیکه ټولنه کې وېره، سانسور، له رسنیزو هڅو ډډه او ان له هېواده د وتلو لامل شي.

Trending

Exit mobile version