سیمه ییز خبرونه

داعش د پاکستان په بلوچستان کې د ځانمرګي بريد مسووليت ومانه

Published

on

اسلامي دولت (داعش) د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د دوشنبې پر ورځ د یوه ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه واخیست، چې د چاودیدونکیو توکو په چاودنه کې یې نهه پولیس وژل شوي دي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ یوه ځانمرګي بریدګر د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې د ختیځ د ۱۶۰ کیلومترۍ په سیبي ښار کې د پولیسو پر یوې لارۍ خپل موټر سایکل وواهه.

د SITE Intel ګروپ مشره ریتا کاتز، چې اسلامپال افراطیان څاري؛ تویت کړی، چې داعش د بلوچستان په سیبي کې د ځانمرګي برید ادعا کړې ده.

د روغتون چارواکو ویلي، په دغه برید کې لږ تر لږه اووه پولیس هم ټپیان شوي دي، چې دا په پاکستان کې د پولیسو د پر نښه کولو په لړۍ کې وروستۍ پېښه ده.

دا وروستی برید په داسې حال کې کېږي، چې بلوڅ توکمپاله وسله‌وال له لسیزو راپدیخوا له حکومت سره په جګړه کې ښکېل دي او حکومت تورنوي، چې د بلوچستان له  ګازو او کاني زیرمو څخه ځانګړې ګټه اخلي.

Trending

Exit mobile version