تازه خبرونه

داعش په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه

دې وسله‌والې ډلې په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې د یکشنبې پر ورځ یې د شیعه لږکیو په یوه مرسډس موټر کې د چاودېدونکیو توکو چاودنه کړې؛ یو کس وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

Published

on

د اسلامي دولت ډلې یا داعش نن دوشنبه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پرونۍ ماین چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست، چې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ته یې مرګ او ژوبله اړولې ده.

دې وسله‌والې ډلې په خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې د یکشنبې پر ورځ یې د شیعه لږکیو په یوه مرسډس موټر کې د چاودېدونکیو توکو چاودنه کړې؛ یو کس وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د یکشنبې پر ورځ تائيد کړه، چې د کابل ښار په لویديځه برخه کې د ماين چاودنه شوې، چې له کبله يې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

هغه زياته کړې، چې چاودنه د دشت برچي په اړوند سيمه کې رامنځته شوې او په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.

د کابل دشت برچي سیمه له کلونو راپدېخوا په پرله‌پسې ډول د داعش له‌خوا پر نښه شوې او دغې ډلې پر ښوونځیو، روغتونونو او جوماتونو ستر بریدونه کړي دي. د هېواد په نورو شیعه مېشتو سیمو یې هم بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version