تازه خبرونه
داکترغني او داکترعبدالله اوس هم سیاسي هوکړې ته نږدې نه ښکاري
داسې ښکاري، چې د داکتر اشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله تر منځ د منځګړیو تلو راتلو تر اوسه دواړه لوري له خپل دریځه ندي تېرکړي او ان منځګړي هم بې هیلې پاتې دي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، چې په دې وروستیو کې یې له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره کتلي وایي؛ دواړه لوري کومې سیاسي هوکړې ته نږدې شوي ندي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزد یار وایي: اشرف غني ځان د ټاکنو ګټونکی بولي او د واک له وېشه دډه کوي؛ خو عبدالله عبدالله نوموړی د روان بحران مخکښ بولي او د تاکنو د پایلو پر نه منلو ټینګار کوي.
سرچینو په ډاګه کړې؛ د ارګ یوه پلاوي تازه له عبدالله عبدالله سره په واک کې د حضور په اړه لیدلې دي. ولسمشرۍ که څه هم خبرې رد کړې ندي؛ خو وایي، هرډول هوکړه باید د اساسي قانون له مخې وي.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال لطیف محمود څرګندوي؛ د خبرو ور پرانستی دی؛ خو هوکړه به د اساسي قانون له مخې رامنځته کیږي.
په سپیدار ماڼې کې سرچینو ویلي؛ د جمعې پر ورځ عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې ټاکنډلې له ټولو غړیو سره د دغه کړکیچ په اړه غونډه کړې ده.
د داکتر عبدالله ویاند امید میثم ویلي؛ دا د خبرو وروستۍ غوښتنه وه او که بندون ته ولاړې شي؛ بیا به د ملي ګټو له مخې پرېکړه کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ارګ بیا د ګومارنو بهیر پیل کړی او سپیدار هم پخپلو وروستیو هڅو فکر کوي. د دوی دغو هڅو افغانستان د امریکا د مرستو له بندولو او سیاسي بی ثباتی سره مخ کړی او حل یې هم بېلابېلې خواوې ناهیلې کړي دي.