Connect with us

تازه خبرونه

دا ځل پر اسرائیلو پېچلی، ویجاړوونکی او خونړی برید کوو – ایران

د دغه راپور له مخې، چې د لړم د میاشتې پر دیارلسمه خپور شوی؛ د ایران او عرب چارواکو لخوا، چې د ایران له دې پلانونو خبر دي، څرګنده شوی دی.

خپور شوی

د

وال سټریټ ژورنال په خپل یوه ځانګړي راپور کې لیکلي؛ تهران په پام کې لري، چې دا ځل له پیاوړو اسلحو څخه پر ګټې اخیستنې د اسرائیلو پر وړاندې خورا پیچلی، ويجاړوونکی او خونړی برید وکړي.

د دغه راپور له مخې، چې د لړم د میاشتې پر دیارلسمه خپور شوی؛ د ایران او عرب چارواکو لخوا، چې د ایران له دې پلانونو خبر دي، څرګنده شوی دی.

وال سټریټ ژورنال لیکي؛ دا اوس هم څرګنده نده، چې د ایران نوي ګواښونه یوازې لفظي دي او که رښتیني دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په دې وروستیو کې ویلي، چې اسرائیل او امریکا ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې ایران پر اسرائیلي رژیم دوه ځلې بریدونه کړي، چې په دغو بریدونو کې بالستیک توغندي کارول شوي دي.

تازه خبرونه

افغانانو په یوه پېړۍ کې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې – اسلامي امارت

اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدا له کبله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي.  په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو له بریټانوي امپراتورۍ وروسته له شوروي اتحاد او بیا د امریکا پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړي او په یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ د یو سلو اوومې کلیزې پر مناسبت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ افغان ولس ۱۰۷ کاله مخکې د بریټانوي امپراتورۍ پر وړاندې د جهادي مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپله بشپړه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدا له کبله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي.  په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو له بریټانوي امپراتورۍ وروسته له شوروي اتحاد او بیا د امریکا پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړي او په یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.

اسلامي امارت دغه بریاوې د افغان ولس د« کلک ایماني هوډ او غیرت» پایله بللې او څرګندوي، چې افغانان پرې تر ننه ویاړي.

په اعلامیه کې له ځوانانو او راتلونکي نسل څخه غوښتل شوې، چې د خپلو اسلافو پر پلونو ګام کېدي او د هر ډول«تجاوز او اشغال» پر وړاندې پر ټینګه اراده ودرېږي.

اسلامي امارت همداراز ویلي؛ د زمري اته‌ویشتمه سږ کال په داسې وخت کې نمانځي، چې څلور ورځې مخکې یې د امریکايي اشغال پر وړاندې د زمري څلیریشتمه پېنځمه کلیزه هم نمانځلې ده.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې افغانان باید د دغو بریاوو په بدل کې د الله تعالی شکر ادا کړي، د اسلامي شریعت پابندي وکړي او هره بریا د الله تعالی احسان او نصرت وبولي.

افغانستان په ۱۹۱۹ز.کال کې د شاه امان‌الله خان د پېر پر مهال له انګریزانو څخه د هېواد خپلوامي بېرته تر لاسه کړې ده.

د زمري اته‌ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځ ده او هر کال نمانځل کېږي. سږ کال له دې تاریخي پېښې ۱۰۷ کاله تېرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په پولو کې بې‌ثباتي د سیمې امنیت ګواښي – مصدقوف

مصدقوف له«ریانووستي» خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دا ټولنه د افغانستان بدلونونه له نږدې څاري او د دې هېواد وضعیت د سیمې د امنیت لپاره اړین دی.

Published

on

د ډله‌ییزامنیت تړون ټولنې عمومي منشي طلعت بیک مصدقوف ويلي، د افغانستان په ځینو برخو کې بې ثباتي؛ د دې ټولنې غړیو هېوادونو ته نږدې سیمې او د منځنۍ آسیا امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

مصدقوف له«ریانووستي» خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دا ټولنه د افغانستان بدلونونه له نږدې څاري او د دې هېواد وضعیت د سیمې د امنیت لپاره اړین دی.

هغه ویلي:« افغانستان د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د مسوولیت له سیمو سره پوله لري، چې په کې بې‌ثباتي د منځنۍ آسیا امنیت ته څرګند ګواښونه رامنځته کوي.»

مصدقوف افغانستان مهم ګاونډ بللی او څرګندوي، چې د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه غواړي افغانستان د یوه سوله‌ییز او آباد هېواد په توګه پرمختګ وکړي.

هغه زیاته کړې، د کابل او د دې ټولنې د ډېرو غړیو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي؛ خو د اوسني وضعیت له مخې، له افغانستان سره د پولو کنټرول پیاوړتیا اړینه ده.

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي ویلي، دې ټولنې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د یوې ګډې طرحې پر پلي کولو بوخت دی.

نوموړي همداراز ویلي، تاجکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې له څو سرحدي پوستو لیدنه کړې او د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قومندان سره یې د تاجکستان او افغانستان د پولې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان سره د مخامخ کېدا په لټه کې نه یوو- د افغانستان سفیر

Published

on

په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب ویلي، افغانستان له پاکستان سره د مخامخ کېدا په لټه کې نه‌دی او هڅه کوي، چې له پاکستان سره خپلې اړیکې د خبرو، متقابل درناوي او همکاریو پر بنسټ پراخې کړي.

سردار احمد شکیب دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په اسلام‌آباد کې د اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدا د پېنځمې کلیزې پر مناسبت جوړو شویو مراسمو ته کړې دي.

هغه ویلي، له ګاونډ هېوادونو او پاکستان سره د افغانستان اړیکې باید پر متقابل درناوي، د یو بل په کورنیو چارو کې پر نه‌لاسوهنې او ګډو ګټو ولاړې وي.

احمد شکیب زیاته کړې:« مونږ باور لرو، چې د باور فضا د فشار یا زور له لارې نه‌رامنځته کېږي، بلکې یوازې د متقابل درک، پرله‌پسې خبرو او رښتینې همکارۍ له لارې رامنځته کېږي.»

نوموړي ویلي، افغانستان به اجازه ورنه‌کړي، چې د هېواد له خاورې یې د نورو هېوادونو د امنیت او ثبات پر ضد کار واخیستل شي او هیله څرګنده کړي؛ د افغانستان امنیتي اندېښنې دې هم درک شي.

د افغانستان سفیر ویلي، په سیمه کې د تلپاتي امنیت ټینګښت متقابل باور، عملي همکارۍ، همغږۍ او د یو بل د مشروع اندېښنو درناوي ته اړتیا لري.

شکیب د افغانستان جغرافیاوي ارزښت ته هم نغوته کړې او څرګندوي، چې سوله‌ییز او باثباته افغانستان کولی شي د سیمه‌ییزې نښلونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې او د انرژۍ په برخه کې له همکاریو سره مرسته وکړي.

دغه راز د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن هم د دواړو هېوادونو پر متقابل ملاتړ ټینګار کړی دی.

فضل‌الرحمن په دغو مراسمو کې ویلي، ډاډه دی، چې پاکستان به د افغانستان ملاتړ کوي او افغانستان به هم د پاکستان ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له کبله کولی شي په سیمه کې د یوه پله رول ولوبوي او له دواړو هېوادونو یې غوښتي، چې د سیمې جیوپولیټیک اهمیت درک کړي.

#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #سرداراحمدشکیب #مولانافضل‌الرحمن #اسلام‌آباد #دافغانستان‌اوپاکستان‌اړیکې #سوله #امنیت #سیمه‌ییزه‌همکاري

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!