تازه خبرونه

درې امریکايي چارواکي د افغانستان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي

Published

on

له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو له جبري ایستلو یوه میاشت وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په روانه اوونۍ کې به درې لوړپوړي امریکایي چارواکي د افغان مهاجرینو د وضعیت او د پاکستان او اسلامي امارت د اړیکو په اړه د خبرو لپاره اسلام‌آباد ته سفر وکړي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د کډوالۍ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکاره جولیتا والس نویس به د دوشنبې پر ورځ اسلام‌آباد ته سفر وکړي او له پاکستانيو چارواکو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دغه وزارت سلاکاره به پاکستان ته په خپل څلور ورځني سفر کې د زیانمنونکیو کډوالو د ساتنې او په امریکا کې د هغوی د ځای پرځای کېدو او استوګنې د چټکتیا په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تام ویست هم د دسمبر پر اوومه اسلام‌آباد ته سفر وکړي او له هغه وروسته به د پاکستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابیت هورست هم اسلام‌آباد ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبرپاڼه کې دا خبره تائید کړې او ویلي یې دي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې وشي.

تام ویست به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر عمومي وضعیت په ځانګړي توګه د پاکستان او اسلامي امارت د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته د دواړو هېوادونو تر منځ یوه مسله ګڼي؛ خو وايي، کډوال باید د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي او د دوی حقونه باید ضایع نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو له پرېکړې وروسته له ۴۰۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته جبري راستانه کړي دي.

Trending

Exit mobile version