تازه خبرونه
درې ایټالیا میشتي افغانان په اور کې وسوځېدل؛ دوه پاکستانیان نیول شوي
د امنیتي کمرو هغه انځورونه، چې ایټالیايي رسنیو خپاره کړي ښيي، چې شکمنو کسانو د سوځېدو وړ مایع موټر ته اچولې او بیا یې اور وراچولی دی.
د ایټالیا پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په سویل کې پر لوی لاس د یوه موټر د سوځولو له کبله د څلورو کرنیزو کارګرانو د مړینې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د ایټالیا دولتي ټلویزیون RAI راپور ورکړی، چې قربانیان یو پاکستانی او درې افغانان دي.
د راپور له مخې، نیول شوي دوه کسان هم د پاکستان وګړي دي.
دا پېښه د ایټالیا د سویلي کالابریا ولایت د آمنډولارا سیمې د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې ده.
د امنیتي کمرو هغه انځورونه، چې ایټالیايي رسنیو خپاره کړي ښيي، چې شکمنو کسانو د سوځېدو وړ مایع موټر ته اچولې او بیا یې اور وراچولی دی.
د راپور له مخې، یو شکمن هڅه کوله د موټر دروازې تړلې وساتي. په داسې حال کې، چې اور غړانده شوی و. د موټر یوه بله سپرلۍ، چې افغان و؛ پر تېښته بریالی شوی او د سوځېدو د ټپونو له کبله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د کاستروویلیاري ښار څارنوال السانډرو ډالسیو تائید کړې، چې د څلورو کسانو جسدونه د دوشنبې پر ورځ د موټر دننه موندل شوي او د دې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان په درې ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو له کبله ۱۳ ملکي وګړي «شهیدان» شول
د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری په کې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان بانک لومړي مرستیال او جف ګریکو پر بانکي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ صدیقالله خالد ویلي، چې مرکزي بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو او رغنده اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کوي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له مشر جف ګریکو سره په کتنه کې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو د بانکي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پیاوړتیا، د پانګونې فرصتونو زیاتوالي او بانکي ثبات خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ صدیقالله خالد ویلي، چې مرکزي بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو او رغنده اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کوي.
هغه زیاته کړې: « مونږ باور لرو، چې د بانکي سکټور پیاوړتیا او د خصوصي سکټور وده د اقتصادي پرمختګ او د هېواد د تلپاتې هوساینې اړین بنسټونه دي.»
دغه راز جف ګریکو هم د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي ودې، د سوداګریزو فعالیتونو د آسانتیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د سوداګرو د بانکي ستونزو حل، برښنايي بانکدارۍ، د پیسو نړیوال لېږد، د مالي خدمتونو ښهوالی او د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا هم تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان یوه شرکت د کاني توکو پروسس ته لېوالتیا څرګنده
د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ازبکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې یو ازبکستاني شرکت په افغانستان کې د کرومایټ او سربو په کانونو کې پانګونې او د کاني توکو پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د ازبکستان د سفیر له مرستیال بهادر تاشمنوف، د «تیمورسنا» شرکت له رييس اکرم قلندروف او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا او په کاني سرچینو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې عبدالرحمن قانت د بهرنیو پانګهوالو د جذب او ملاتړ لپاره د لازمو همکاریو او ډېرو نورو آسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
-
تازه خبرونه3 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه2 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري2 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه2 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه3 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
تحول4 days agoتحول: افغانستان ته د مرستو د لېږد پر بهیر د منځني ختیځ د کړکېچ اغېز
-
تازه خبرونه3 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
تازه خبرونه3 days agoد شریعت پلي کول د دیني علومو له بیا راژوندي کېدا سره شوني دي – شیخ هبةالله آخوندزاده
