تازه خبرونه
دولت له خاورو څخه د جسدونو د را ايستلو توان نه لري- قانوني
د ولسمشر لومړي مرستيال محمد يونس قانوني، چې د كابينې له يو شمېر غړيو سره د يكشنبې په ورځ (د غويى۱۴) بدخشان ولايت ته سفر كړى و او له زيانمنو كورنيو سره يې د شل ميليون افغانيو بېړنې مرسته اعلام كړه.
نوموړي ژمنه وكړه، چې نوره مرسته به هم وكړي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي، څو كميټې جوړې شوي، چې مرستې چټكې كړي.
هغه زياتوي:
هڅه كيږي، چې په دولتي ځمكو كې بې ځايه شويو كورنيو ته سرپناوې جوړې شي.
د بدخشان والي يو ځل بيا د قربانيانو شمېر۲۵۰۰ تنه ښودلى او وايي، د پلټنې عمليات دوام لري او تراوسه درې مړي او اوه تنه ژوندي كسان له خاورو را ايستل شوي دي.
د ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني وايي، دولت د بدخشان په ارگو ولسوالۍ كې له خاورو څخه د جسدونو د را ايستلو توان نه لري.
له بلې خوا د ژغورنې په عملياتو كې تراوسه اووه تنه ژوندي را ايستل شوي دي.
بې ځايه شوې كورنۍ د مرستې رسونې له بهيره ناخوښ دي او وايي د څښاك اوبو، درملو او خوراكي توكو د نشتوالي ستونزه تراوسه هم په ځاى پاتې او لازمه مرسته نه ده شوې.
دا خلك اوس په وچ ډاك شپې ورځې تېروي او د مرستې بهير هم ورسره ټكنى دى.
په داسې حال كې، چې اوس هم په تېره بيا د ماشومانو ژوند له گواښ سره مخ دى؛ ځكه كيداى شي هره شيبه باران پيل او كوم بل ناورين رامنځته كړي.
د بدخشان ولايت د ارگو د آب باريك كلي بې ځايه شويو كورنيو د جمعې په ورځ( دغويى۱۲) د غره ښوويدو پر لامل كورونه له لاسه وركړي او ۲۵۰۰ تنه د خاورو لاندې شول.