لوبی
دوه افغانانو د بیروت په تکواندو سیالیو کې د برونز مډالونه ترلاسه کړل
(Last Updated On: غبرګولى ۳۱, ۱۴۰۰)
دوه افغان لوبغاړیو فرزاد منصوري او حسین لطیفي په لبنان کې د ۲۰۲۱ د تکوانډویي آزادو سیالیو په اتلولیو کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
د هېواد د تکوانډو ملي لوبډلې غړی فرزاد منصوري، چې د ۷۴ کیلو ګرامه وزن لرونکی دی؛ د خپلو ازبک او فلسطین سیالانو ته ماتې ورکړه او یو بل ازبک تکواندو کار ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډالونه غاړې ته واچول ترلاسه کړ.
دغه راز د هېواد یو بل تکوانډو کار په ۶۸ کیلو وزن کې د تکواندو یو بل لوبغاړی حسین لطیفي هم له دوه بریاوو او یوې ماتې سره د برونزو مډال ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ د ۴۴ هېوادونو ۲۶۹ تکوانډو ملي لوبغاړيو په ګډون د بیروت په کوربتوب جوړې شوې وې.