Connect with us

تازه خبرونه

دوه هسک کاڼي ځمکې ته نږدې خوندي تېر شول

خپور شوی

د

ځمکې ته د نږدې شیانو څېړنیز مرکز ویلي؛ دوه هسک کاڼي، یو د بس او بل د موتر په کچه ځمکې ته نږدې خوندي تېر شوي دي.

دغه بنسټ، چې د ناسا تر څارنې لاندې هڅې کوي وایي، چې دغه دوه هسک کاڼي د دوشنبې پر ورځ  یو له بله د دوه ګړیو په واټن ځمکې ته نږدې تېر شول.

لومړنی هسک کاڼی (2020 RF3 ) چې د بس کچه یې لرله؛ له ۹۴۰۰ کیلو مترۍ څخه ۶:۴۹ ځمکې ته نږدې تېر شو.

دوه ګړۍ وروسته، دوه یم هسک کاڼی (2020 RD4 ) د یوه موتر په کچه له  ۱۰۶۰۰۰ کیلومتره واټن څخه لومړي هسک کاڼي ته ورته څمکې ته نږدې تېر شوی دی.

د سپوږمۍ او ځمکې د ۳۸۵۰۰۰ کیلومتره واټن  په پام کې نیولو سره؛ دا لومړني ستورکي دي، چې زمونږ ځمکې ته خورا نږدې  او خوندي تېر شوي دي.

هرکال په لمریز نظام په ډېر شمېر آسماني کاڼي بې ځایه کیږي، چې ځینې یې د ځمکې مدار ته دننه کیږي.

تازه خبرونه

د ایران رهبر د ترور له وېرې خپلې برښنایي اړیکې  پرې کړي

دې ورځپاڼې لیکلي: ” د ایران رهبر علي خامنه‌یی ځمکې په یوه تلخونه کې پټ شوی او د ترهګرۍ د ویرې له کبله یې خپل ټول برښنایي مخابرات قطع کړي دي.”

Published

on

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران رهبر د ترور له وېرې خپلې ټولې برښنایي اړیکې پرې کړې دي.

دې ورځپاڼې لیکلي: ” د ایران رهبر علي خامنه‌یی ځمکې په یوه تلخونه کې پټ شوی او د ترهګرۍ د ویرې له کبله یې خپل ټول برښنایي مخابرات قطع کړي دي.”

د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې: لکه څنګه، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه دوه‌یمې اوونۍ ته ننوځي؛ د ایران رهبر علي خامنه‌یی هېواد د ځمکني پټنځای څخه اداره کوي او د بدترین حالت سناریوګانو لپاره چمتووالی نیسي.

په راپور کې راغلي: “د ایران رهبر اوس له خپلو پوځي قومندانانو سره ډېری وخت د یو باوري مرستیال له لارې اړیکه نیسي.”

راپور دا هم څرګنده کړې، چې خامنه‌یی د کودتا په صورت کې روسیې ته د تېښتې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

د ورځپاڼې پر وینا، ۸۶ کلن ایرانی رهبر، چې په یوه ځمکني پټنځای کې دی؛ نه یوازې د مهمو قومندانانو د مړینې په صورت کې د خپلو پوځي ځای ناستو په اړه پرېکړه کړې، بلکې په یوه بې ساري اقدام کې یې درې لوړ پوړي عالمان د خپلو ځای ناستو په توګه ټاکلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترکیه د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري – امیر خان متقي

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو مسلو په اړه نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوپنځوسمې غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو مسلو په اړه نظرونه وړاندې کړل.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او کلتوري اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې ترکیه د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو د کچې په ښه کولو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دغه راز د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هم له افغانستان سره اړیکې د خپل هېواد لپاره مهمې او سټراټیژیکې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.

دا غونډه پوره همغږې ترسره شوه، چې په کې د دوستانه اړیکو پر پراختیا او دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سم د رغنده خبرو اترو او همکاریو پر دوام ټینګار وشو.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لویدیځ بندیزونو د افغانستان اقتصادي پرمختګ ځنډولی – امیر خان متقي

امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان د لویدیځو هېوادونو لخوا تر “ناقانونه” بندیزونو لاندې دی او امریکا د افغانستان بانک د شتمنیو له کنګل کولو سره د هېواد اقتصادي پرمختګ ننګولی دی.

امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.

هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې ټینګار کړی؛ اسلامي امارت خپلې بهرنۍ اړیکې د متقابل درناوي او متوازن تعامل پر اصولو ولاړې کړې او افغانستان د آسیا زړه چمتو دی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه کلیدي رول ولوبوي.

همدارنګه په دې غونډه کې امیر خان متقي خبرداری ورکړ، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم پرله‌پسې ظلم او تېری د سیمې د هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ دی او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.

متقي زیاته کړې: “زه د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلمونه ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام به پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ته ګواښ وي او ویجاړونکي پایلې به رامنځته کړي.”

ویل کیږي، چې نوموړي د دې غونډې په څنډه د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان پر سیاسي او سوداګریزې ودې او پراختیا هم خبرې کړې دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!