تازه خبرونه

دیني عالمان باید د اسلامي امارت د ځواکونو په تنظیم او سمون کې ونډه واخلي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۰)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي له دیني عالمانو سره په ګډه ناسته کې څرګنده کړې؛ الله پاک مکړه که تاسې رانه لاس واخیست او مونږ مو یوازې خوشې کړو، مونږ ګمراه کیږو او هغه څه به وکړو، چې د پخواني رژیم خلکو دلته کول.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې په اسلامي امارت کې داسې څوک نشته، چې د دیني عالمانو له سپارښتنو او حکمونو سرغړونه وکړي.

هغه وايي؛ د دیني عالمانو مسلک او وینا ارزښتمنه ده او که دیني عالمان یې ملاتړ ونکړي، په فساد کې به ککړ شي.

ملا محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې: اوس، چې اسلامي نظام راغلی؛ د تېر پر پرتله د مجاهدینو په ملاتړ او اصلاح کې ستاسې همکاریو ته ډېره اړتیا لرو. دفاع وزارت پوره رهبري کړئ ان شاالله مونږ به غلط ګام پورته نکړو.

د یادونې ده، چې دیني عالمان په افغان ټولنه کې لوړ مقام لري او اوس، چې اسلامي امارت بیا راغلی؛ عالمان کولی شي د ټولنې په رهبرۍ کې تر بل هر وخت ډېر ښه او ډاډومنې هڅې وکړي.

 

 

Trending

Exit mobile version