تازه خبرونه
د آریانا سنوکر سیالۍ راتلونکې میاشت ترسره کیږي
دغه سيالۍ به د سلواغې د درویشتمې او نههویشتمې تر منځ په کابل کې د يوې اوونۍ لپاره د هېواد د ١٦ غوره لوبغاړو په ګډون ترسره شي.
آریانا راډیو ټلویزیون( ATN ) د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لسمه ) د “آریانا سنوکر اتلولۍ جام” په زړه پورې سیالۍ، چې ټاکل شوې د سلواغې په وروستیو کې ترسره شي؛ تولید او خپروي.
دغه سيالۍ به د سلواغې د درویشتمې او نههویشتمې تر منځ په کابل کې د يوې اوونۍ لپاره د هېواد د ١٦ غوره لوبغاړو په ګډون ترسره شي.
د آریانا راډیو ټلویزیون سوداګریز رییس لطف الله ستانکزي د دغو سیالیو د تولید او خپراوي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي: « نن مونږ د سنوکر سیالیو د ترسره کولو د تړون د لاسلیک شاهدان یوو. په آریانا ټلویزیون کې تل زمونږ هڅه دا ده، چې څنګه کولی شوو کورنیو او نړیوالو لوبو ته وده ورکړو او څنګه کولی شوو په ښه او ګټور ډول یې د ټول افغانستان هېوادوالو ته ورسوو. دا په افغانستان کې د سپورټ د ودې او د سپورټي ټولنې لپاره زمونږ د ژمنو یوه برخه ده او هیله لرو، چې د دې کار پر ترسره کېدا مونږ سنوکر ته زیاته پاملرنه راواړوو.”
د هېواد د سنوکر ملي فډراسیون رییس وحیدالله اصغري ویلي: نن د افغانستان د سنوکر ملي فډراسیون او آریانا نړیوال ټلویزیون ترمنځ د دې هوکړه لیک پر لاسلیکولو د افغانستان د سنوکر د ودې، پرمختګ او هڅونې په لاره کې یو بل مثبت او هڅوونکی ګام پورته شو، چې ورسره به دې شاهانه سپورټ ته د ځوانانو هڅې او همدارنګه د دې فډراسیون فعالیتونه وځلیږي.”
د آريانا ټلويزيون د سوداګریز رییس په هېواد کې د سنوکر د ودې لپاره د دې سياليو ترسره کول اغېزمن بولي، چې د سنوکر د ملي فډراسيون مشر هم پرې ټينګار وکړ.
لطف الله ستانکزي ویلي: ” د افغانستان په ډېرو ځایونو کې خلک د سنوکر لوبه کوي؛ خو میکانیزه شوې نده. زه فکر کوم، چې دا لیګ او سیالۍ به دې اړه مثبت اغېز ولري او زه یې یوه ځلېدونکې راتلونکی وینم.”
وحید الله اصغري ویلي: د دې شبکې او دې نړیوالې معتبرې رسنۍ له لارې د دغو سیالیو خپرول کولی شي له مرکز څخه تر ولایتونو او له ولایتونو څخه کلیو او بانډو ته د دې شاهانه سپورت د ودې او پراختیا په برخه کې ګټورې اغېزې ولري.
د يادونې ده، چې د آريانا سنوکر په سياليو کې به دوه افغان کډوال، چې په ايران او پاکستان کې مېشت دي هم ګډون ولري.