تازه خبرونه

د آریانا نیوز دوه خبریالان د کال د غوره جایزې ګټونکي شول

Published

on

(Last Updated On: کب ۸, ۱۴۰۲)

نن (دوشنبه د کب اوومه ) د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې د افغانستان د غوره رسنیزې جایزې جشن تر سره کړ.

په دې مراسمو کې د آریانا نیوز له شمال ختیځ زون څخه نصرت الله ابراهیمي او له مرکزي زون څخه فرحناز فریبرز د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د غوره خبریالانو د جایزې ګټونکي شول.

په دې مراسمو کې ۲۲ خبریالانو او ویاندویانو معنوي او مالي جایزې ترلاسه کړې.

د آریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي وايي، دا پروګرام د خبریالانو هڅونکی و؛ ځکه خبریالان په دې شرایطو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره ډېر کار کوي او دا یوه ښه هڅه ده.

په دغه مراسمو کې يو شمېر خبريالان په اوسنيو شرايطو کې د رسنيو د کار پر وړاندې د ستونزو خبره کوي؛ خو وايي، چې خبريالان د بې‌پرېتوب اصولو او ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي او خپلې هڅې روانې ساتي.

خبریال مجیب الرحمن بهیر ويلي: زمونږ ټول خبریالان له اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه غواړو، چې د رسنیو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له رسنیو سره کار وکړي او رسنۍ هم ورسره همکاري کوي؛ د باور او ډاډ فضا باید غالبه شي. مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د حکومت او رسنیو تر منځ د باور فضا حاکمه کړو.

یو خبریال فریدالله محمدي وايي: زه په دې هیله او تمه یم، چې دا خبریالان به یوه ورخ د اسلامي امارت له مشر سره له نږدې وویني او خپلې ستونزې ورته وړاندې کړي. له تاسې څخه هیله کوو، چې دا غوښتنه تر هغه ورسوي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د فډراسیون چارواکي وايي، رژیمونه تل د رسنیو په اړه انتقادي نظر لري؛ خو په افغانستان کې رسنۍ د مسلکي کېدو پر لوري روانې دي او د مسلکي خبریالۍ معیارونو پر بنسټ د رسنیو کارکوونکیو ته جایزې وېشل شوې دي.

د افغانستان د ازادو خبريالانو د فدراسيون مشر حجت الله مجددي وايي: «د خبريالانو او د رسنيو د ټولنې په وړاندې د رژيمونو له خوا تل يو ډول چلند شوی دی. زه اسلامي امارت ته ډاډ درکوم، چې زمونږ رسنیزه ټولنه د مسلکي کیدو پر لوري روانه ده.

په دې فیستیوال کې یو شمېر دولتي چارواکي له رسنیو څخه د ملاتړ په برخه کې د حکومت د ژمنو په اړه خبرې کوي او د رسنیو پر وړاندې شته ننګونې یې مني.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر نعیم الحق حقاني وايي: مونږ باید کار وکړو؛ زمونږ ځوان خبریالان او ژورنالستان باید ستړي نشي، نړۍ زمونږ پر ضد ده، دوی غواړي زمونږ شخصیت ووژني، رسنۍ ووژني او تخریبي هڅې ترسره او مونږ مات کړي.

د افغانستان د غوره رسنیزې جایزې جشن هر کال د ازادو خبریالانو د فډراسیون له‌خوا جوړیږي، چې تل په کې خبریالان ستایل کیږي.

Trending

Exit mobile version