نړۍ
د آیسلینډ اورشېندنې یو ځل بیا سرراپورته کړ
د آیسلینډ د هواپېژندنې ادارې څرګنده کړې، چې د شنبې پر ورځ په تېرو درې میاشتو کې د څلورم ځل لپاره د اورشېندنې له کبله لوګي او روښانه نارنجي لاوا د ځمکې سطحې ته راپورته شوه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ساحلي ساتونکيو له چورلکې څخه اخیستل شوې ویډیو ښیي، چې د ځمکې له یوه اوږده درزه راپورته شوې لاوا هر لوري ته خپریږي.
د آیسلینډ د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې اټکل شوی؛ د دې اورشېندنې سطحه دوه اعشاریه ۹ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د دې وروستيۍ اورشیندنې کچه د فبرورۍ د هغې کچې ته رسېدلې ده.
چارواکو د اوونیو لپاره د آیسلینډ پلازمېنې ریکیاویک سویلي لوري ته په ریکیانس ټاپو وزمه کې له اورشېندنې خبرداری ورکړی و.
د نورډیک د اورشېندنې مرکز مشر ریکه پډرسن ویلي؛ په رښتیا هم د دې تمه کېده.
هغه زیاته کړې: البته د اورشېندنې د بشپړ وخت وړاندویېنه نشي کیدی؛ خو د ځمکې سطحې ته یې د لومړني حرکت نښې یوازې شاوخوا ۱۵ دقیقې مخکې رامنځته شوې.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ داسې ښکاري، چې لاوا سویل لوري ته چټکه غځیږي او د کب نیولو ښار رینډاویک پر لور راروانه ده. دا هغه ځای دی، چې له تېرې اورشیندنې څخه د شاوخوا ۴۰۰۰ اوسیدونکیو لږ شمېر یې بېرته راستانه شوي وه.
له ښار څخه د وتلو عملیات بیا پیل شوي او چارواکو په ښار کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
آیسلینډ د امریکا د کنټاکي ایالت پر کچه له ۳۰ څخه ډېر فعال اورشېندنې لري او په شمالي اروپا کې د ګرځندویانو یو مهم ځای ګرځیدلی دی.
په ۲۰۱۰ ز. کال کې د سویلي آیسلینډ له اورشېندنې څخه خړې ورېځې د اروپا پر لویو برخو خپرې شوې؛ شاوخوا ۱۰۰ زره الوتنې یې وځنډولې او په سلګونه آیسلینډیان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.