تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون او د قطر بهرنیو چارو وزارت سفیر او ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د افغانستان پر روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې تېره ورځ د غبرګولي نهمه ناوخته د قطر بهرنيو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې خپره کړې؛ راغلي، چې دغه ليدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې او دواړو چارواکو په کې د افغانستان پر روانو حالاتو او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د ګډو نړیوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې قطر به په نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازي هم بلل شوي دي.
د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازو د دوحې په دوهیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د مخالفت له کبله ګډون ونکړ؛ خو په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د اندونو پر وړاندې کولو غور روان دی.
