Connect with us

تازه خبرونه

د اروپايي ټولنې او مرکزي آسیا سرمشریزې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د منځنۍ آسيا هېوادونو مشرانو او د اروپايي ټولنې مشر د جمعې پر ورځ د قرغزستان په چوپان اتا ښار کې سره وکتل او د یو لړ مسایلو تر څنګ یې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو خبرې وکړې.

د چوپان اتا په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان مشرانو او د ترکمنستان یوه پلاوي ګډون درلود.

د دوی د ګډې اعلامیې له مخې؛ د افغانستان په اړه د غونډې ګډونوالو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت په اړه پر ګډو اندېښنو خبرې وکړې او پخپلو ژمنو یې یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ. په اعلامیه کې راغلي؛ دوی د یوه باامنه، سوله‌ییز، باثباته او سوکاله افغانستان په هیله دي.

دغه راز دې مشرانو په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو قوانینو او نړیوالو منل شویو نورمونو او اصولو سره سم پر اصولي توګه د نړیوالې ټولنې مرستې او هڅې وستایلې.

ګډونوالو همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې ګړندۍ کړي او په اصولي ډول یې د افغانستان خلکو ته ورسوي.

دوی د یوه ټولګډونه او استازي حکومت د جوړولو پر اهمیت او د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ودې، پراختیا او درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی، چې حکومت ټولګډونه دی او له شریعت سره سم د ټولو خلکو بشري حقونو ته ژمن دی.

تازه خبرونه

امیر خان متقي په ترانس همالیا غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ چین ته د نړیوالې همکارۍ لپاره د ترانس همالیا په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ولاړ.

د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې وزارت د چارسمبالي امير خان متقي پر مشرۍ يو پلاوی د چين ولسي جمهوریت پر بلنه د چین شي‌ژانګ ايالت اړوند د ترانس هماليا فورم په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د چين پر لوري روان شو.

په یاد فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه‌ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو بحثونه کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم په څنګ کي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د نورو هېوادو له استازو سره دوه اړخیزې ناستي هم ولري.

ویل کیږي، چې په پلاوي کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال داکتر عبدالطيف نظري او یو شمېر نور مسوولین هم برخه لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د افغانانو د ورتګ قوانین نور هم سخت کړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۲)

اسلام‌اباد پرېکړه کړې، چې د راتلونکې میاشتې له پیله به د نورو هېوادونو د وګړیو په څېر ټول افغان وګړي هم اړ وي، چې پر باوري پاسپورت او ویزې پاکستان ته دننه شي.

د پخوانۍ تګلارې له مخې؛ د دیورند کرښې دواړو غاړیو ته د قومونو تر منځ وېشل شويو خلکو کولی شول، چې پر ځانګړې سفري اجازې پاکستان ته داخل شي.

د امریکا غږ د خبر له مخې: د یوې رسمي لارښوونې له مخې، چې د افغانستان په ټولو پولو کې د کډوالۍ چارواکو ته لیږل شوې؛ پاسپورتونه به د ۲۰۲۳ ز. کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د یوازني سفري سند په توګه د ټینګار وړ وي.

په دې لارښوونه کې راغلي: له افغانستان څخه پاکستان ته د سفر لپاره کوم بل سند نه منل کېږي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د نوې تګلارې په اړه رسمي اعلان نه‌دی کړی.

یوه پاکستاني چارواکي امریکا غږ ته ویلي؛ هیله لري، چې د اسلامي امارت چارواکي به د نوې تګلارې په پلي کولو کې همکاري وکړي او د یاغیانو او قاچاقبرانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه راز پاکستان په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه د میشتو افغانانو پر وړاندې خپلې هڅې چټکې کړې دي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني اعلان وکړ، چې حکومت به له افغانستان او نورو هېوادونو څخه غیر قانوني کډوال شړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هلمند کې بهرنيو سیلانیانو له تاریخي سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د امنیت له ټینګیدو سره بهرنیو سیلانیانو د دغه هېواد له تاریخي سیمو لیدنه پیل کړې، چې له لسیزو راپدیخوا د سیلانیانو ورتګ ناشونی و.

د سیلانیانو یوې ډلې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بست‌کلا، چې درې زره کاله لرغونې او د ۱۱ پېړۍ د جومات د پاتې شوي محراب له کبله نومیالۍ شوې ده.

د آلمان، آمریکا، نیوزیلند او سویلي آفریقا څخه د ۱۱ کسانو په دې ډله کې پېنځه میرمنې هم شته، چې ټولو یې د هېواد د دې کلا او نورو تاریخي سیمو له لیدو ستاینه کړې ده.

سیلانیانو ویلي، چې د سولې د ټینګښت له کبله افغانستان ته د راتګ ښه وخت دی.

د سويلي آفريقا يوه سيلاني ويلي: افغانستان د کانونو له پلوه يو بډايه هېواد دى، دوى بايد د خپلو خلکو او هېواد لپاره کار وکړي، چې د نورو هېوادونو له انحصار څخه ځان وژغوري.

يوه امريکايي سيلاني څرګنده کړې: خوښ يم، چې له خپلو ملګرو سره مې د دغه تاريخي ولايت بست‌کلا او ځينو نورو تاريخي سيمو ليدنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې دهلمند اطلاعاتو او فرهنګ رييس سلطان محمدحنيف ويلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپديخوا دې ولايت ته له بېلابېلو هېوادونو ګڼ‌شمېر سيلانيانو سفرونه کړي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!