تازه خبرونه
د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره ولیدل

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکولسون کابل ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق اخوند سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال له توماس نیکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې د راتلونکو نسلونو د خوندیتوب لپاره باید نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د نشهیي توکو د کښت، قاچاق او پلور مخه ونیول شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټوماس نیکولسون د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره د نشهيي توکو پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.
عبدالحق اخوندویلي؛ مونږ او تاسې به د همغږۍ له مخې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د نوي نسل د غوړېدنې په خاطر د نشهيي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور مخه ونیسو. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې نه یوازې د روږدو کسانو په درملنه کې مرسته وکړئ، بلکې له کروندګرو څخه هم ملاتړ د افغانستان یوه اړتیا ده.
دغه راز د اروپايي ټولنې دغه چارواکي د اقتصاد وزارت له سرپرست سره هم په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر ښهوالي، د بشري مرستو دوام، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د پراختیايي پروژو پلي کېدا هم خبرې کړې دي.
همدارنګه د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې له دغه هېواده وغوښتل، چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.
په کابل کې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی او غواړي بنسټیزې پروژې پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سینرلي اوغلو سره په کتنه کې داسې ټینګار کړی؛ د دوحې په غونډه کې باید د افغانستان د بیارغونې، بشري مرستو او د بانکي بندیزونو د لرې کولو په اړه دې ډاډمن ګامونه پورته شي.
تازه خبرونه
د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.
د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”
له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.
-
تازه خبرونه1 day ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
-
تازه خبرونه4 days ago
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
-
تازه خبرونه23 hours ago
اسلامآباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي