سوداگري

د ازبکستان او افغانستان خصوصي سکټورونو ترمنځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

د صنعت اوسوداګرۍ  وزارت هم وايي، چې په دې نندراتون کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا لپاره نوي ګامونه پورته شي.

Published

on

د ازبکستان او افغانستان په ګډ نړیوال نندارتون کې د دواړه هیوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ  سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

هغو پانګوالو، چې په دې نندارتون کې افغان تولیدات او محصولات نندارې ته وړا ندې کړي وايي؛ د نندارتون پر دوه‌یمه ورځ يي له ازبکستاني لوري سره نوي تړونونه لاسلیک کړل.

د افغانستان او زبکستان دا ګډ نندراتون د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پرا ختیا کې مهم رول  لري.

افغان پانګوال هیله څرګندوي، چې د دې نندارتون تر پایه به د دواړه هېوادونو ترمنځ د میلیونونو ډالرو پر ارزښت تړونونه لاسلیک شي.

د صنعت اوسوداګرۍ  وزارت هم وايي، چې په دې نندراتون کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا لپاره نوي ګامونه پورته شي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دې نندارتون اقتصادي اهمیت د افغان تولیداتو د پېژندني او د هغو لپاره د بازار موندني په برخو کې ډېره اړین دی او هیله شته، چې له ازبکستان سره نوي تړونونه هم لاسلیک شي.

دغه راز د صنایعو او کانونو خونې غړي عبدالنصیر رشتیا ویلي: د نندارتون په دوه‌یمه ورځ د افغانستان او ازبکستان ځینو شرکتونو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول. هیله لرو، چې له افغان لوري سره نورې هوکړې هم وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو هم ويلي، چې له ازبکستاني لوري سره د سوداګریزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره دا نندارتون جوړ شوی او افغان چارواکو له ازبکستاني مسوولینو سره د اقتصادي پراختیا په اړه ناستې روانې ساتلې دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پلاوي تر اوسه د ازبکستان د صنایعو او سوداګرۍ، ټرانسپورټ، کانونو، اوبو او انرژۍ او ماليي وزارتونو له مسوولینو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره لیدلي او دالړۍ روانه ده.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د کابل او تاشکند تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر ټینګښت ټينګار کړی؛ په افغانستان کې یې د ډاډمن امنیت او اسانتیاوو له مخې د ازبکستان له سوداګرو وغوښتل، چې په  بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.


اړوند خبرونه: 

افغانستان او ازبکستان د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړولو هوکړه وکړه

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالی د یوه پلاوي پر مشرۍ قزاقستان ته ولاړ

Trending

Exit mobile version