تازه خبرونه
د ازبکستان او پاکستان ځانګړيو استازو د افغانستان په اړه ولیدل
د ازبکستان او پاکستان ځانګړيو استازو د افغانستان پر روانو حالاتو بحث او خبرې وکړې.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عصمتالله ارګاشوف له اصفعلي دراني سره د ترمز- مزار شریف- کابل- پېښور د اوسپنېپټلۍ د پروژې د پلې کېدا په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت او له افغانستان سره د همکاریو د پراخولو لپاره د نړیوالې ټولنې او د خپلو هېوادونو د هڅو په اړه اندونه وړاندې کړل.
دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره د ګډو کړنو او همدارنګه په افغانستان کې د سولهییز پرمختګ د هڅولو په برخه کې خپلمنځي لیوالتیا څرګنده کړه.
تازه خبرونه
په خوست کې یوې مېرمنې له ۶ کلونو وروسته د نکاح شرعي حق ترلاسه کړ
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز زیاته کړې: د يادې مېرمنې پلار خپله لور د خپلې دوهیمې میرمنې د واده په بدل کې ورکړې وه، خو هغه کس بل واده کړی و او دا نجلۍ یې نه غوښتله. پلار یې خپلې لور ته اجازه نهورکوله، چې له بل چا سره واده وکړي. همدا علت و، چې دا قضیه تر شپږ کلونو ځنډېدلې وه.
د خوست ولایتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو پر هڅو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوې مېرمنې له شپږ کلونو وروسته د نکاح شرعي حق ترلاسه کړ.
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز زیاته کړې: د يادې مېرمنې پلار خپله لور د خپلې دوهیمې میرمنې د واده په بدل کې ورکړې وه، خو هغه کس بل واده کړی و او دا نجلۍ یې نه غوښتله. پلار یې خپلې لور ته اجازه نهورکوله، چې له بل چا سره واده وکړي. همدا علت و، چې دا قضیه تر شپږ کلونو ځنډېدلې وه.
د مستغفر ګربز د څرګندونو له مخې؛ له دې شکایت وروسته موضوع د یاد ریاست لهخوا ثبت او د نجلۍ له پلار سره یې ياده قضیه د شرعي اصولو په رڼا کې وڅېړله، په پایله کې یې پلار مکلف شو، چې خپلې لور ته د نکاح حق ورکړي او نور د هغې د ژوند په چارو کې خنډ نشي.
دې ریاست له ټولو خوست مېشتو ولسونو غوښتي، چې که څوک له ورته ستونزو او قضیو سره مخ وي؛ ډاډه دې یاد ریاست ته مراجعه وکړي، چې په اړه یې لازم اقدام ترسره شي.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
هغه نن( پنجشنبې د لړم دوهویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پنجشېر ولایت کې د پارندې برښنابند د تولیدي کارخونې پرانیسته وکړه.
هغه نن( پنجشنبې د لړم دوهویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.
هغه ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت اړین لومړیتوب د انرژۍ په برخه کې پرځانبسیاینه ده، چې له پلي کېدا سره یې هېواد کولی شي د لوړ کیفیت لرونکي توکو د واردولو پر ځای بهر ته خپل تولیدي توکي صادر او د پانګې د جذبولو لپاره زمینه برابره کړي.
ملا برادر وایي: “د افغانستان اسلامي امارت اراده لري، چې هېواد د صنعت، کرنې، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او د ژوند په هره برخه کې پرځانبسیا کړي. دا شعار نه، بلکې یو عملي پروګرام دی.”
نوموړي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په هېواد کې دننه د صنعت او برښنا په تولیدي سکټور کې پانګونه وکړي او دا ډاډ څرګندوي، چې اسلامي امارت به پانګوالو ته ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د پارندې د برښنابند تولیدي کارخونه د ۴ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او تمه ده، چې د پنجشېر د اوسېدونکو د برښنا اړتیاوو لویه برخه پوره کړي.
تازه خبرونه
افغانستان په پاکستان کې د روان جنګ پر ضد د پاکستان د فتوا غوښتنه رد کړه
رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نهول.
نن( چارشنبه د لړم یوویشتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان سره د مذاکره کوونکي پلاوي غړي رحمت الله نجیب ویلي، چې د مذاکراتو په بهیر کې پاکستاني پلاوي له افغان پلاوي وغوښتل؛ یوه داسې فتوا صادره کړي، چې په پاکستان کې روان جنګ پرې غیر عادلانه اعلان شي.
رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نهول.
هغه دا هم څرګنده کړه: افغان پلاوي په پیل کې دا ومنله، چې فتوا صادرېدی شي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د داسې حکم صادرول د دارالافتاء دنده ده او د دې ادارې هره پرېکړه باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، نه د شخصي غوښتنو یا بهرنیو فشارونو پر بنسټ.
د رحمت الله نجیب د څرګندونو له مخې؛ ممکن دا وضاحت پاکستاني لوري ته د منلو وړ نهوي؛ خو همدا توپیرونه د دې لامل شول، چې مذاکرات پرته له پایلو پای ته ورسیږي.
-
لوبی3 days agoد فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
-
تازه خبرونه3 days agoپه پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
-
سوداگري4 days agoافغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه اسلام آباد کې له محکمې بهر موټر بم مرګ او ژوبله رامنځته کړه
-
روغتيا4 days agoله پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا په افغانستان کې د ګوزڼ د لېږد خطر زیات کړی
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days agoپه ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول
