تازه خبرونه
د اسرائیلي جاسوسانو د نیولو په ګډو عملیاتو کې مو د څارګرې الوتکې برید شنډ کړ – ایران
ایران د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره مو د ګډو عملیاتو پر مهال د دغه هېواد په ختیځو پولو کې د اسرائیلو موساد ادارې د درې ایرانيو جاسوسانو له نیولو وروسته د یوې څاګرې الوتکې برید هم شنډ کړ.
د ایران اسلامي جمهوریت رسمي خبري آژانس (IRNA) د راپور له مخې؛ د ایران د استخباراتو وزارت د اسلامي امارت پر همکارۍ د اسرائیلي رژیم د جاسوسې ادارې موساد لخوا د ایران په ختیځ کې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ.
دغې ادارې ویلي؛ د ایران او افغانستان ترمنځ په غرنیو سیمو کې ایراني تابعیت لرونکيو د موساد درې جاسوسان د ګډو عملیاتو پر مهال نیولي دي.
دغو درې جاسوسانو نیت درلود، چې د افغانستان له سرحدي سیمو څخه په ایران کې دننه پر اهدافو څارګر هوایي ځانمرګی برید ترسره کړي.
ویل کیږي، چې دغه شکمن کسان به ډېر ژر د طالبانو لهخوا ایران ته وسپارل شي.
اسلامي امارت او اسرائیليانو تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نهدي ویلي.