نړۍ
د اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
د اسرائیل دولتي دفاعي شرکت تومر ویلي؛ هغه ستره چاودنه، چې د شنبې پر ماښام د بیتشمش ښار ته نږدې شوې، د یوې کنټرول شوې او له مخکې پلان شوې آزموینې برخه وه.
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې؛ له چاودنې وروسته د اور لمبې او لوګی ښکاري. د چاودنې غږ په شاوخوا سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
تومر شرکت زیاته کړې، دا پېښه یوه «له مخکې پلان شوې آزموینه» وه او د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شوې ده.