Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي اردو پر جوړولو  منظم او داډمن کار روان دی – دفاع وزارت

Published

 on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۱)

د هېواد د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز ويلي؛ د اسلامي امارت او دفاع وزارت لخوا د اسلامي اردو پر جوړولو منظم او ډاډمن کار روان دی.

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز فصيح الدين فطرت د مخابرې ریاست د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې ویلي؛ اسلامي امارت او دفاع وزارت تل د یوې داسې اردو د جوړولو هحې کړي، چې د ایمان او عقیدې پر وسله سمبال وي؛ ځکه، چې د اسلامي امارت ځواکونو په همدې وسلې د نړۍ د قدرتونو پر وړاندې بریا ترلاسه کړې ده.

دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي له فارغو شویو سرتېرو وغوښتل، چې د خلکو او هېواد خدمت ته ژمن پاتې شي او په پوره اخلاص او صداقت ګامونه پورته کړي.

د هېواد دغه لوړ پوړي دفاعي چارواکی زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونه د اطاعت له پلوه په نړۍ کې ساری نلري.

د ده په وینا د سرتېرو لخوا د خپل مشر اطاعت د نړۍ پر زبرځواکونه بریا ته ورسول.

نوموړي په افغانستان کې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ اطاعت مهم وباله.

د مخابرې ریاست دې سرتېرو درې میاشتنۍ زده‌کړې بشپړې کړې او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

اسلامي امارت په تېر کال کې له نړۍ سره د اړیکو عادي کولو ته پراخې هڅې کړي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت دیپلوماتیک نظام په تېرو دولس میاشتو کې له سیمې او نړۍ سره د سیاسي اړیکو د نوي فصل د پرانستلو لپاره پراخې هڅې کړې دي.

که څه هم دې هڅو تر اوسه کوم هېواد نه دی اړ کړی، چې اسلامي امارت پر رسمیت وبېزني؛ خو د سیمې او نړۍ په ځینو هېوادونو کې د اسلامي امارت بیرغ پورته شوی دا هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري.

روسیه، چین، ترکیه، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه دي، چې په افغانستان کې یې سفارتونه پرانستي او د اسلامي امارت سفارتونه هم په دغو هېوادونو کې فعال دي.

له تاجکستان پرته د افغانستان د نږدې ټولو ګاونډیانو پیغامونه له ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري حقونو او حاکمیت په برخه کې هراړخیز دي، چې تر ډېره د امریکا له ګټو سره سمون خوري.

په تېرو دولس میاشتو کې د اروپايي هېوادونو سیاسي نمایندګي یوازې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره فعالې دي. هند هم په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره یوه تخنیکي ډله لري.

د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ويلي، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو هيلو او ګټو ته درناوى لري او په بدل کې يې له اسلامي امارت سره د ورته تعامل غوښتنه کوي.

دا هیله څو ځله د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم څرګنده کړې، چې اسلامي امارت متوازن او پر اقتصاد راڅرخېدونکی بهرنی سیاست لري او غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري.

په تېرو کال کې د سیمې او نړۍ هېوادونو هم د افغانستان په اړه غونډې جوړې کړېي؛ خو په ډېرو دغو غونډو کې د اسلامي امارت هیڅ استازی نه و.

دغه راز څو اوونۍ مخکې په تاشکند کې د اروپا د امنیت او همکارۍ ټولنې په ګډه غونډه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره د یوې بین الافغاني مذاکراتي ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د نړۍ پر کچه په سیاسي انزوا کې پاتې نه‌شي.

 نړۍ په تېره بيا ناتو، امريکا او لویديځو هېوادونو له تېر یو کال راپدیخوا د افغانستان په اړه روښانه او مشخصه تګلاره نه درلوده او دې هېوادونو له افغانستان سره د څو اړخيزې ديپلوماسۍ له لارې معامله ونه کړه او په دې برخه کې کومه سياسي اجماع هم رامنځته نه شوه؟!

د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز بارز په دې اړه وايي: زمونږ یو شمېر ګاونډیان د خپلو ګټو پر بنسټ د تعامل غوښتونکي دي. د اروپایی هېوادونو یو سفیر ویلي، چې د نړۍ تعامل له طالبانو (اسلامی امارت) سره په منفی توګه روان دی.

اسلامي امارت هیله لري، چې په نوي لمریز لېږدیز کال کې به د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې نورې هم پیاوړې او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نشه‌يي توکو پلورونکي او تولیدوونکي باید مجازات شي ـ د اسلامي امارت مشرتابه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د یکشنبې پر ورځ (د کب اته ویشتمه) د ضبط شویو نشه‌یي توکو د سوځولو او د هغو وسایلو او تجهیزاتو د له منځه وړلو سپارښتنه وکړه، چې د نشه‌یي توکو په کر او تولید کې کارول کیږي.

د دغه فرمان له مخې، د کورنیو چارو، عامې روغتیا وزارتونو او د استخباراتو د عمومي ریاست ګډه کمېته باید نیول شوي نشه‌یي توکي د محکمې د یوه استازي په حضور کې بر عامه بنه وسوځوي.

په دغه حکم کې راغلي دي: د شرابو، الکولي مشروباتو، امان (ایفیدرا)، پوډر، کوکاین، شیشې او نورو نشه یي توکو پلورونکي او تولیدوونکي باید مجازات شي او یاد شوي نشه‌یي توکي او هغه وسایل او تجهیزات، چې د نشه‌یي توکو په تولید کې کارول کیږي باید له منځه یوړل شي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د بېلابېلو فرمانونو له مخې په هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، توليد او قاچاق بنديز لګول شوى و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د جوزجان والي مرستیال خپل زوی له دندې ګوښه کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۱)

د جوزجان ولایت د والي مرستیال مولوي ګل محمد سلیم خپل زوی له دندې ګوښه کړی دی.

د باخترآژانس د څرګندونو له مخې: په دولتي اداروکې د چارواکو د زامنو او منسوبينو د ګوښه کولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې؛ د جوزجان ولايت مرستيال خپل زوى له دندې ګوښه کړ او يو بل کس يې پر دنده ګومارلى دى.

د مولوي ګل محمد سلیم زوی د جوزجان ولایت په امنیه قومندانۍ کې ساتنمن و.

د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري تېره ورځ په صادر شوي فرمان کې د خپلواکو وزارتونو او ادارو ټولو مسوولینو ته سپارښتنه شوې وه، چې د کورنیو اړیکو او شخصي اړیکو پر بنسټ له ګومارنو ډډه وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!