تازه خبرونه
د اسلامي امارت استازیو د ناروې له چارواکو سره خبرې وکړې

د دوشنبې پر ورځ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي متقي پر مشرۍ د پلاوي غړیو د ناروې له چارواکو سره د خبرو پر لومړۍ ورځ یکشنبه وکتل او د هېواد د روانو حالاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغان لنډمهالي حکومت د چارسمبالي او یو شمېر شخصیتونو ترمنځ یوه ورځنۍ ګډه ناسته ترسره شوه.
د خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې په بهیر کې ګډونوالو په پوره زغم د یو او بل اندونه او نظرونه واورېدل او د افغانستان پر اوسني وضعیت یې څرګندونې وړاندې کړې.
دوی ټینګار وکړ، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او څرګندوي، چې ټول افغانان باید د هېواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي غوړېدا او هوساینې لپاره ګډې هڅې وکړي.
دغه راز په ډاګه شوې: د غونډې ګډونوالو ومنله، چې همغږي او ګډې هڅې د افغانستان د ټولو ستونزو یوازنۍ حللار ده.
د اسلامي امارت استازیو دا هم ویلي، چې ټولو ګډونوالو دا ډول غونډې د هېواد په ګټه وبللې.
د افغانستان اسلامي امارت استازي شفیع الله اعظم د خبرو د لومړۍ ورځې په پای کې اسوشیټیډ پرس ته څرګنده کړې، چې له لویدیځو چارواکو سره لیدنه د افغان حکومت د مشروعیت لپاره یو ګام و او دا ډول بلنه او اړیکه به مرسته وکړي، چې اروپایی ټولنه، امریکا یا یو شمېر نور اړوند هېوادونه د افغان دولت ناسم انځور له منځه یوسی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په ډاګه کړې وه، چې افغان استازي د جنورۍ له ۲۳ تر ۲۵ نېټې اوسلو ته بلل شوي، چې د ناروې له چارواکو، نړیوالې ټولنې او نورو افغانانو سره وګوري؛ خو دا غونډې د اسلامي امارت مشروعیت یا رسمیت پېژندنه نه ښيي، بلکې باید له دغو چارواکو سره خبرې وشي، چې د ناوړه بشري ناورین مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت پلاوی به نن د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د امریکایي استازیو په ګډون د اروپایي ټولنې، بریټانیا،فرانسې، جرمني ایټالیا او ناروې له استازیو سره هم د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړي.
تازه خبرونه
زیربنا: د دیورند کرښې په اوږدو کې د څو نورو دروازو جوړولو غوښتنه

تازه خبرونه
زیربنا: له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو د ترسره کولو تړون
تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ایمرجنسي روغتون د راپور له مخې؛ نن ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو څلور لاري ته نږدې په زکریا نومي جومات کې رامنځته شوې، چې ۱۸ کسان ترې تبیان دي او ۶ نور وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
چین او پاکستان په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیسټم جوړولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي ـ اسلامي امارت
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په اوکراین کې روانې جګړې له پوتین سره د لیدنې اړتیا رامنځته کړې– زیلینسکي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
سږ کال به یوازې ۱۳ زره افغانان د حج په مراسمو کې برخه واخلي
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په ابوظبي کې ګاز چاودنې ۱۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي 5 ورځې مخکې
فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی