تازه خبرونه

د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د شرایطو پوره کول اړین دي – فرانسه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۳, ۱۴۰۰)

د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون نن (سې شنبه د تلې ۱۳) ویلي؛ د جي ـ ۲۰ ډلې مشران باید د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره واضح او مشروط پیغام ولیږي.

د فرانسې ولسمشر په خپله تازه مرکه کې ويلي؛ دغه شرایط باید د ښځو برابری، د بهرنیو بشري مرستو عملیاتو ته لاسرسی او له ترهګرو ډلو سره پر نه همکارۍ ولاړ دي.

د نړیوالې ټولنې لخوا په مشروط ډول د اسلامي امارت تر نامه لاندې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو پر دوام او د جي – ۲۰ ډلې مشران د را روانې ناستې په درشل کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ويلي؛ د جي – ۲۰ مشران باید د نړیوالې ټولنې لخوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره پر شرایطو ولاړ واضح پیغام ولیږي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون وایي: دغه شرایط باید د ښځو حقوق، د بهرنیو بشري مرستو عملیاتو ته لاسرسی او له ترهګرو او اسلام پاله ډلو سره پر نه همکارۍ ولاړ دي. زه ډاډه یم د نړیوالو لخوا پر رسمیت پېژندل باید بیه ولري او د افغان میرمنو عزت، د ښځو او نرینه وو برابري باید هغه ټکي وي، چې مونږ ورباندې ټینګار لرو او زمونږ لپاره باید شرط وي.

د فرانسي ولسمشر د جي – ۲۰ ډلې مشرانو را روانې ناستې ته په نغوته کې ویلي؛ ټاکل شوې، چې د دې ناستې کوربتوب د روانې میاشتې په وروستیو کې روم وکړي، چې پر افغانستان راڅرخي او له خپلو نړیوالو سیالانو سره به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په تړاو خبرې وکړي.

امانوئل ماکرون وایي: مونږ به د افغانستان په تړاو خبرې وکړو. مونږ، اروپايان، امریکایان، چین، روسیه، د آفریقا ستر قدرتونه، آسیایي، اقیانوسیه او لاتینې امریکا هېوادونو استازي ټول یوځای باید یو واضح پیغام ولرو، چې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو لپاره شرایط وټاکو.

د فرانسې ولسمشر په داسې حال کې د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو لپاره د شرایطو د کیښودو په تړاو خبرې کوي، چې د اسلامي امارات مشران هم واک ته له رسیدو وروسته یې تل له نړیوالې ټولنې غوښتې پر رسمیت پېژندل غوښتي دي.

ټاکل شوې وه، چې د روسیې په غوښتنه د طالبانو یو استازی هم په دغه غونډه کې د ګډون اجازه ترلاسه کړي، چې ایټالیا یې پر وړاندې غبرګون ښکاره کړی دی.

Trending

Exit mobile version