تازه خبرونه
د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو وخت راغلی دی – امیر خان متقی
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ويلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د دوحې د سولې راوستو تړون ټولې ژمنې پوره کړي، خو امریکا ترې سرغړونه کړې ده.
امیر خان متقي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې امریکا د بندیانو د خوشې کولو او پر مشرانو د سفري بندیز لرې کولو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي ندي او اسلامي امارت باید د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پر رسمیت وپېژندل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له ګاونډ هېوادونو سره، چې افغان کډوال په کې میشت دي؛ ښې اړیکې رامنځته کړې دي.
هغه ومنله، چې په کارځیو کې د ښځو پر کارونو لږ څه بندیزونه او محدودیتونه شته؛ زرګونه نورې ښځې په دولتي ادارو کې کار کوي.
د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د پوهنې، روغتيا او هوایي ډګرونو په ګډون په ډېرو نورو برخو کې نه یوازې ښځې کار کوي او پرمختګونه لري، بلکې د دولت عوايد هم له دې درکه زيات شوي دي.
امیر خان متقي په ډاګه کړې؛ نه غواړي، چې افغانستان د لويو هېوادونو د سياليو ډګر وګرځي، بلکې د سوداګرۍ او همکاريو د پله په توګه باید کاري وړتیاوې رامنځته کړي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ2 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
سوداگري5 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه5 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoسیمهییزه همکاري د افغانستان او پاکستان تر منځ له خبرو پرته ناشونې ده
