تازه خبرونه
د اسلامي امارت د رسنیو مرکز نوي رییس قاری یوسف احمدي د نده پیل کړه
د حکومت د رسنیو د مرکز نوی رییس قاری یوسف احمدي په رسمي بڼه د حکومت د رسنیو مرکز د نوي رییس په تو ګه د نده پیل کړه.
دریاست الوزرا د سترا تیژیکو اړیکو ریاست مسوولینو د حکومت د رسنیو د نوي رییس قاري یوسف احمدي د ورپېژندنې په غونډه کې ويلي، چې د حکومت د رسنیو مرکز د افغانستان د اسلامي امارت ژبه ده او په تېرو دوه کلونو کې د نظام د پالیسو او فعالیتونو د خپرولو او نشر کولو په بهیر کې د پام وړ هڅې ترسره کړي دي.
دغه راز ویل شوي، چې د حکومت د رسنیو مرکز د ولس او نظام ترمنځ د اړ یکو په ساتلو کې مثبت رول درلود او تر څنګ یې له همدې مرکز څخه د اسلامي امارت د رهبرۍ پیغامونه، فعالیتونه، پالیسۍ، خبرې کنفرانسونه د حکومت لخوا ملت ته د حساب ورکولو بهیر او له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د حکومت د مسوولینو د مرکو د تنظم چاري په منظم ډول سره تر سره شوې دي.
د ریاست الوزرا د سترا تیژیکو اوړیکو رییس احمدالله متقي ویلي؛ د حکومت د رسنیو مرکز د اوسني نظام د ژبې حیثیت لري او مونږ هڅه کوو، چې د ورته د نورې پراختیا زمینه هم برابره کړو، تر اوسه یې د اسلامي امارت د رهبرۍ د عمومي بښنې په ګډون تر اوسه په لسګونه فرمانونه خپاره کړي او کنفرانسونه تر سره کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سعدالدین سعید ویلي؛ زمونږ هیله داده، چې د نوي رییس له راتلو سره د حکومت د رسنیو مرکز او د رسنیو ترمنځ همغږي نوره هم زیاته شي او اړیکي پراخې کړي.
د حکومت د رسنیو مرکز نوي رییس ويلي؛ هڅه به و کړي، چې د اطلاع رسونې په برخه کې د تېر پڅېر له ټولو رسنیو سره ښه او نږدې همکاري ولري او هڅه کوي ور سپارل شوی مسوولیت ښه ترسره کړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس قاري یوسف احمدي ویلي: زما لپاره دا لوی مسوولیت دی؛ که الله تعالی راته قوت راکړي، چې له دې مسوولیت څخه وکولی شو بریالي بهر شوو. د دفتر له مګرو هیله لرو، چې ټول سره همکاري وکړي او باید ټول سره همکاري وکړو.
د حکومت د رسنیو مرکز، چې نږدې ۱۳ کاله وړاندې د هېواد د نظام په چوکاټ کې رامنځته شوی؛ تر اوسه يي په سلګونه کنفرانسونه پروګرامونه او د حکومت او ولس ترمنځ د یوه پله د نده تر سره کړې. د دې مرکز غړي هم ل نوي رییس سره د خپلي دوا مدارې او صاد قانه همکارۍ ژمنه کوي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ1 day agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري4 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري3 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تحول4 days agoتحول: د تهران او کابل د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې
