سوداگري
د اسلامي امارت د کانونو وزارت په عوایدو کې ډېروالی راغلی

د کانونو او پطرولیم وزارت وايي؛ د کانونود اسختراج او د پانګونې د جذب لپاره په لوړه کچه آسا نتیاوې رامنځته شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شاوخوا لس میلیارد افغانۍ عواید لرو، چې یوازې له کوچني اختر راپدیخوا په لس کاري ورځو کې له ۸۰۰ میلیون افغانیو ډېر عواید راټول شوي دي.
دوی زیاته کړې؛ یو شمېر هېوادونه لیواله دي، چې د افغانستان پر لیتیم او یورانیم پانګونه وکړي؛ خو د دې کانونو د استخراج په اړه د کانونو وزارت اوس کوم پلان نلري.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې طبیعي زیرمې او کانونه یې تر اوسه پخپل حال پاتې دي.
د کانونو او پطرولیم وزارت ويلي؛ د یو شمېر هېوادونو شرکتونه غواړي، چې د افغانستان د لیتیم او یورانیم په استخراج کې پانګونه و کړي؛ خو د دې وزارت مسوولین د یورانیم او لیتیم د کانونو د استخراج په اړه تر او سه کوم پروګرام نلري او له هیچا سره يي د قرارداد او استخراج خبرې هم شوې ندي.
د کانونو او پطورلیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وایي: د نړۍ د بېل بېلو هېوادونو شرکتونه غواړي، چې په افغانستان کې پانګو نه وکړي. ځینو يي ليوالتیا درلو ده، چې پر لیتیم او یورانیم پانګونه تر سره کړي؛ خو اسلامي امارت د دې کانونو د قراردادونو د ورکړې په اړه کوم پروګرام نلري.
د افغانستان د خصو صي سکتور غړي هم د کانو نو له وزارته غوښتنه کوي، چې د کانونو د قرار دادونو په برخه کې د افغانستان خصوصي سکتور ته باید لومړیتوب ورکړ شي.
دغه راز خصوصي سکتور غواړي؛ د هېواد په ټولو کانونو کې له بهرنیو پانګوالو سره ګډې پانګونې تر سره کړي.
د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده ویلي؛ مونږ غواړو، چې د هېواد په ټولو کانونو کې پانګونې تر سره کړو هغه که کډې وي او که ځانګړې.
د اقتصادي چارو پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د کانونو منظم استخراج کولی شي د افغانستان په ملي اقتصاد کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: د هېواد د کانونو د استخراج بهیر د کانونو وزارت لخوا پیل شوی او د افغانستان کانونه کولی شي د افغانستان روان اقتصادي بحران مدیریت کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم پدې باور دې، چې د افغانستان د کانونو منظم استخراج به افغانستان له اقتصادي پلوه پر ځان بسیاینې ته ورسوي.
تازه خبرونه
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان بډایه کاني سرچینې د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.

د ایران فارس نیوزخبري سرچینې د خبر له مخې؛ ایران هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسپنې کانونو په استخراج کې پېنځه میلیارډ ډالر پانګونه وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان بډایه کاني سرچینې د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.
د راپور له مخې ایران په دې پانګونه کې نږدې شپږ سلنه ګټه تر لاسه کوي، چې د نشر شويو ارقامو پر بنسټ ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت هم وايي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ایران له لوري د افغانستان د کانونو په سکټور کې پر پانګونه خبرې اترې روانې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي؛ د افغانستان او ایران حکومتونو ترمنځ له بل هر وخت ښې اړیکې شته او د افغانستان د کانونو په سکټور کې ایراني لوری د پانګونې لېوالتیا لري او په دې برخو کې له ایراني لوري سره ناستې شوي او نورې ناستې هم رواني دي.
د خصوصي سکټورځیني غړي وايي، چې ایران د اوسپنې د استخراج په برخه کې لوړ ظرفیت لري او پانګونه یې د هېواد د صنعت په پراختیا کې مهم ګام بولي.
د اوسپنې ویلې کولو د ټولنې اجرائیه رییس عبدالنصیر رشتیا وایي: ((افغانستان د اوسپنې د کانونو په پرخه کې تر ټولو لوی ظرفیت لري؛ خو هیله ده، چې د هېواد د کانونو د استخراج او پروسس چارې په هېواد کې دننه تر سره شي، چې ګټورتوب يي پراخ شي)).
د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهانو ويلي؛ که د ایرن له لوري د افغانستان د کانو نو په سکټور کې پانګونه وشي له دې سره به د دواړه هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا ترڅنګ په هېواد کې د بې روزګارۍ کچې د را ټیټدو ترڅنګ به د ملي عوایدو د زیاتېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ایران له تېر و څو کلونو راپدېخوا د افغانستان د کانونو په سکټور کې ۲.۳ میلیارډ امریکايي ډالرو تړونونه تر لاسه کړي، چې په دې تړونونو کې د اوسپنې کانونو استخراج هم شامل دی، چې په کې به پېنځه میلیارډ ډالر پانګونه وکړې.
سوداگري
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
د دې تړون له مخې؛ په چینایي وارداتو به د امریکا اضافي تعرفې له ۱۴۵ سلنې څخه ۳۰ هغې ته راټیټې شي او پر امریکایي توکو به د چین تعرفې له ۱۲۵ څخه ۱۰ سلنې ته راټیټې شي. د تعرفې دا کمښت به د ۹۰ ورځو لپاره پلی شي.

امریکا او چین هوکړه کړې، چې تعرفې لنډمهاله راکمې کړي او سوداګریزه جګړه پای ته ورسوي؛ ځکه، چې د اقتصادي رکود او مالي بازار د بې ثباتۍ په اړه یې نړیواله وېره راپارولې ده.
د دې تړون له مخې؛ په چینایي وارداتو به د امریکا اضافي تعرفې له ۱۴۵ سلنې څخه ۳۰ هغې ته راټیټې شي او پر امریکایي توکو به د چین تعرفې له ۱۲۵ څخه ۱۰ سلنې ته راټیټې شي. د تعرفې دا کمښت به د ۹۰ ورځو لپاره پلی شي.
له دې خبر سره د ډالر ارزښت لوړ شو او د ونډو بازارونو هم وده وکړه. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسن په ژنیو کې له چینایي استازو سره په ګډه غونډه کې وویل: “دواړه هېوادونه د خپلو ملي ګټو ښه استازیتوب کوي او نه غواړي، چې سوداګریزې اړیکې یې پرې شي.”
د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعرفې جګړې شاوخوا ۶۰۰ میلیارد ډالرو دوه اړخیزه سوداګري ودروله. د نړیوالو اکمالاتي زنځیرونو مخه یې ونیوله او د انفلاسیون په اړه یې اندېښنې راپورته کړې. په ژنیو کې دا غونډه د ټرمپ له واک ته له رسیدو وروسته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو اقتصادي چارواکو ترمنځ لومړۍ مخامخ غونډه وه.
اقتصادي شنونکو دا تړون د تمې خلاف د نړیوال اقتصاد لپاره یو مثبت ګام وباله. د دې خبر له خپرېدو وروسته د اروپایي شرکتونو لکه میرسک، LVMH او کیرینګ ونډې د پام وړ لوړې شوې.
سوداگري
په تېرو ۹ میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات له ۶۴ سلنې زیات شول
د پاکستان دولتي بانک (SBP) د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته ټول صادرات د جولای – مارچ (۲۰۲۴-۲۵) په بهیر کې ۶۲۳.۲۸۵ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال د ورته وخت په بهیر کې ۳۷۸.۹۲۲ میلیون ډالر صادرات ول.

د پاکستان دولتي بانک راپور ورکړی، چې د مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د توکو او خدماتو صادرات د تېر کال د ورته وخت د صادراتو پر پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د پاکستان دولتي بانک (SBP) د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته ټول صادرات د جولای – مارچ (۲۰۲۴-۲۵) په بهیر کې ۶۲۳.۲۸۵ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال د ورته وخت په بهیر کې ۳۷۸.۹۲۲ میلیون ډالر صادرات ول.
د کلني شمېر پر بنسټ افغانستان ته صادرات د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د ۵۵.۹۰۷ میلیون ډالرو څخه ۴۵.۵۴ سلنه کم شوي، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ۳۰.۴۴۵ میلیون ډالرو صادراتو پر پرتله ډېر کم شوي دي.
د SBP معلومات ښیي، چې افغانستان ته صادرات د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ۱۵.۳۷ سلنه کم شوي. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د ۳۵.۹۷۷ میلیون ډالر صادرات ول.
دغه راز د همدې میاشتو په بهیر کې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات د تېر کال د ۶.۴۳۸ میلیون ډالرو پر پرتله ۲۰.۱۲۷ میلیون ډالرو ته رسیدلي، چې د جولای – مارچ (۲۰۲۴-۲۵) کې ۲۱۲.۶۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د تېر کال پر پرتله له افغانستان څخه په وارداتو کې ۹۹.۷۹ سلنه زیاتوالی راغلی، چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د ۰.۹۶۰ میلیون ډالرو څخه د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ۱.۹۱۸ میلیون ډالر د وارداتو پر پرتله لوړ شوی دی.
د اړوند معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې له افغانستان څخه پاکستان ته په وارداتو کې هم ۳۶.۲۳ سلنه کمښت راغلی، چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د ۳.۰۰۸ میلیون ډالرو وارداتو پر پرتله ډېر شوی دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days ago
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي
-
سوداگري5 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ټرمپ پر سوریه د بندیزونو له لرې کولو او له سعودي سره د پانګونې تړون له لاسلیک خبر ورکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا
-
تازه خبرونه3 days ago
په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناستې ته افغان پلاوي ولاړ