سوداگري

د اسلامي امارت د کانونو وزارت په عوایدو کې ډېروالی راغلی

Published

on

د کانونو او پطرولیم وزارت وايي؛  د کانونود اسختراج  او د پانګونې د جذب لپاره په لوړه کچه آسا نتیاوې رامنځته شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شاوخوا لس میلیارد افغانۍ عواید لرو، چې یوازې له کوچني اختر راپدیخوا په لس کاري ورځو کې له ۸۰۰ میلیون افغانیو ډېر عواید راټول شوي دي.

دوی زیاته کړې؛ یو شمېر هېوادونه لیواله دي،  چې د افغانستان پر لیتیم  او یورانیم پانګونه وکړي؛ خو د دې کانونو د استخراج  په اړه د کانونو وزارت اوس کوم پلان نلري.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې طبیعي  زیرمې  او کانونه یې  تر اوسه  پخپل حال پاتې دي.

د کانونو او پطرولیم  وزارت  ويلي؛  د یو شمېر هېوادونو  شرکتونه غواړي، چې  د افغانستان د لیتیم  او یورانیم  په استخراج  کې  پانګونه و کړي؛  خو د دې وزارت مسوولین د یورانیم  او لیتیم  د کانونو د استخراج  په اړه تر او سه کوم  پروګرام نلري او له هیچا سره يي  د قرارداد او استخراج  خبرې هم  شوې ندي.

د کانونو او پطورلیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وایي: د نړۍ د بېل بېلو هېوادونو شرکتونه غواړي، چې په افغانستان کې پانګو نه وکړي. ځینو يي ليوالتیا درلو ده، چې پر لیتیم او یورانیم  پانګونه تر سره کړي؛ خو اسلامي امارت د دې کانونو د قراردادونو د ورکړې په اړه کوم پروګرام نلري.

د افغانستان د خصو صي سکتور غړي هم  د کانو نو له وزارته غوښتنه کوي، چې د کانونو د قرار دادونو په برخه  کې د افغانستان خصوصي سکتور ته  باید لومړیتوب ورکړ شي.

دغه راز خصوصي سکتور غواړي؛  د هېواد په ټولو کانونو کې له بهرنیو پانګوالو سره ګډې  پانګونې تر سره کړي.

د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده ویلي؛ مونږ غواړو، چې د هېواد په ټولو کانونو کې پانګونې تر سره کړو هغه که کډې وي او که ځانګړې.

د اقتصادي  چارو پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د کانونو منظم استخراج  کولی شي د افغانستان په ملي اقتصاد کې  مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: د هېواد د کانونو د استخراج  بهیر د کانونو وزارت لخوا پیل شوی او د افغانستان کانونه کولی شي د افغانستان روان اقتصادي بحران مدیریت کړي.

د اقتصادي  چارو کارپوهان هم  پدې  باور دې،  چې  د افغانستان د کانونو منظم  استخراج به افغانستان له اقتصادي پلوه پر ځان بسیاینې ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version