تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه
د شیخ هبةالله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووهویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نهکوو.”

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت پخپل خپاره شوي پیغام کې “ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي” ویلې او له هغوی یې وغوښتل، چې “د شیطان پیروي ونکړي.”
د شیخ هبةالله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووهویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نهکوو.”
په دې پيغام کې له هېوادوالو غوښتل شوي، چې له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي؛ ځکه په وينا يې د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو نتیجه ده چې نن په ټول افغانستان کې امن دی.
دغه راز څرګندوي؛ هېوادوال مو باید د مغرضو کړیو او استخباراتي ټولنو پر هغو تبلیغاتو باور ونکړي، چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو اندېښنې خپروي.
همدارنګه له نړيوالو او ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په هېواد کې د ثبات، امنیت او پرمختګ مخنیوی ونکړي.
هغه زياته کړې؛ اسلامي امارت کوښښ کوي، چې ستاسو ژوند ښه او پیاوړی شي.
د اسلامي امارت رهبر له افغانانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت شکر ادا کړي.
د شیخ هبةالله د څرګندونو له مخې؛ “مونږ دا ورځ( کوچنی اختر) په یوه امن او خوشحاله فضا کې نمانځو. یو وخت په دې ورځ له کورونو څخه د افغانانو جسدونه راویستل کېدل، په دې ورځ مونږ بمبارډ کېدو، په دې ورځ زمونږ کورونه تلاشي کېل او زندانونو ته اچول کېدو؛ خو اوس د الله پاک شکر دی دا ورځ د امن او سوکالۍ ورځ ګرځېدلې ده.”
د اسلامي امارت رهبر یو ځل بیا د شرعي حدودو او احکامو پر پلي کولو ټینګار کړی او تر خپلې قومندې لاندې محکمو ته یې امر کړی، چې “له شریعت سره سم” شرعي حدود پلي کړي؛ ځکه، چې”همدا مو د جهاد او قربانیو لوی هدف و.”
شیخ هبةالله خپلو محتسبانو او د اسلامي امارت تعلیمي ادارو ته یې هم د خلکو د اصلاح امر کړی، چې په ټولو تعلیمي برخو کې د عقایدو او کړنو اصلاح ته جدي پاملرنه وکړي او نصابونه له شریعت سره سم تنظیم کړي؛ خو د اختر په دې پیغام کې د ښځو او نجونو د زدکړې په اړه کومه یادونه نده شوې.
په دې پیغام کې د اسلامي امارت رهبر د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو د بریدونو غندنه وکړه.
د اسلامي امارت رهبر ویلي دي: “مونږ د فلسطین پر مظلومو خلکو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه بریدونه او بمبارډ غندو او دا یو لوی ظلم او وحشت ګڼو. مونږ د فلسطین د خلکو د مشروع غوښتنو ملاتړ کوو.”
د اسلامي امارت رهبر د اسلامي نړۍ له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د خپل وس له مخې د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي، چې خپل غصب شوي حقونه بېرته ترلاسه کړي.
د پیغام په پای کې د اسلامي امارت مشر یو ځل بیا مسلمانانو وروڼو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د هغه لپاره دعا وکړي؛ ځکه، چې د امیر لپاره دعا کول واجب دي.
تازه خبرونه
قزاقستان د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ژومنګارین نن (دوشنبه) له ملا عبدالغني برادر سره په یوه غونډه کې ویلي، چې پر دې پروژې سربېره، قزاقستان د انټرنیټ مزي د غځولو پروژې ته هم چمتو دی، چې پر بنسټ به یې انټرنیټ په ارزانه بیه افغانستان ته ورکړ شي.

د قزاقستان د لومړي وزیرمرستیال سیرک ژومنګارین کابل ته په خپل سفر کې ویلي، چې آستانه به د تورغونډي- هرات د اوسپنېپټلۍ پر جوړولو ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي او د دې پروژې د پرمختګ لپاره به په هرات کې لوژستیکي او ټرانسپورټي شرکت جوړ کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ژومنګارین نن (دوشنبه) له ملا عبدالغني برادر سره په یوه غونډه کې ویلي، چې پر دې پروژې سربېره، قزاقستان د انټرنیټ مزي د غځولو پروژې ته هم چمتو دی، چې پر بنسټ به یې انټرنیټ په ارزانه بیه افغانستان ته ورکړ شي.
ژومنګارين ټينګار کړی، چې قزاق پانګوال په بېلابېلو سکټورونو کې په ځانګړي توګه د افغانستان په کانونو، تېلو او ګازو کې پانګونې ته چمتو دي او د دوی تخنیکي ډلې هم کابل ته راغلې دي.
په دې غونډې کې قزاقستاني لوري د افغان سوداګرو لپاره د ویزې ورکولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو پیلولو، د بانکي همکارۍ رامنځته کولو، د ټرانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو او همدارنګه د روغتیا او تعلیم په برخو کې د ګډې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
دغه راز ملا برادر ټینګار وکړ، چې افغانستان د قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره قوي هوډ لري او د دې هدف لپاره یې په دې وروستیو کې د کابل او آستانې ترمنځ د سوداګرۍ حجم درې میلیارډ ډالرو ته د لوړولو لپاره د لارې نقشه لاسلیک کړې ده.
ملا برتادر د لارې نقشې په پلي کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو لکه سوداګرۍ، کرنې، کانونو، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، اوسپنېپټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلونونه راشي او په دې اړه به پانګونه زیاته شي.
هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې فرصتونه له قزاقستان سره شریک کړي او د کرنیزو او څارویو محصولاتو د ساتنې او قرنطین په اړه تړونونه لاسلیک کړي.
د اقتصادي چارو مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان د تېلو د ساحو د پراختیا او اکتشاف په برخه کې پر ګډه همکارۍ ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
چین اسلامي امارت ته د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه
بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د وري یودېرشمه) په یوه رسنیزه خبرپانه کې د “دوه اړخیزو همکاریو د ډېرې پراختیا” لپاره د چین له لېوالتیا خبر ورکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د چین سفیر ژائو شینګ د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره ولیدل او ورته یې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ (د وري یودېرشمه) په یوه رسنیزه خبرپانه کې د “دوه اړخیزو همکاریو د ډېرې پراختیا” لپاره د چین له لېوالتیا خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې د ژائو ژشینګ د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې چین د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه له دې هېواد سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته “ډېر اهمیت ورکوي” او چمتو دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.
د غونډې په بهیر کې محمد نعیم ویلي: “افغانستان او چین ګاونډ هېوادونه دي او د ګاونډیانو ترمنځ مثبتې اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره اړینې دي.”
له دې مخکې اسلامي امارت د شانګهای همکاریو ټولنې سرمشریزې ته، چې د ۲۰۲۴ کال د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه په اسلام آباد کې جوړه شوې وه؛ نه و بلل شوی.
د راپورونو له مخې؛ په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راپدېخوا غیر فعال دی.
افغانستان د ۲۰۱۲ کال د جون پر اوومه د شانګهای همکاریو ټولنې څارونکی غړی شو؛ خو له غړیتوب راپدېخوا یې په فعاله توګه په ټولنه کې ګډون ندی کړی.
ټاکل شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې پېنځهویشتمه سرمشریزه د روان کال په دوهیمه نیمایي کې د چین پر کوربتوب ترسره شي.
دا غونډه د خوړو خوندیتوب، انرژۍ، چاپېریال او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ورته مسلو په اړه د بحث کولو ښه فرصت دی.
د شانګهای همکاریو ټولنه، چې د نړیوال ناخالص کورني تولید ۲۵ سلنه او د نړۍ د نفوس ۴۰ سلنه جوړوي؛ د خپلو غړو ترمنځ د اقتصادي، سوداګرۍ او امنیتي همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
د شانګهای همکاریو ټولنې پر سرمشریزې سربېره به په چین کې د دې ټولنې د میکانیزمونو له ۴۰ څخه ډېرې غونډې ترسره شي.
د دې غونډې په بهیر کې د بهرنیو چارو مرستیال د چین د همکارۍ او بشري مرستو، په ځانګړي توګه د افغان کډوالو لپاره د ستاینې ترڅنګ ویلي؛ چین د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې په تېرو څلور کلونو کې یې له اسلامي امارت سره نږدې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې درلودې او په رسمي ډول یې په بیجینګ کې د اسلامي امارت سفیر هم ترلاسه کړی دی.
تازه خبرونه
پاکستان د افغان کډوالو د شکایتونو د اورېدو لپاره یو مرکز جوړ کړ
دا پرېکړه له هغې دوه ورځې وروسته رامنخته شوه، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې د یو شمېر مسلو په ګډون له پاکستان څخه د افغانانو د ډلهییزې شړنې په اړه خبرې وکړې.

په اسلامآباد کې د روانې جبري ایستلو د کمپاین په اړه له مخ پر زیاتېدونکو نیوکو هممهاله پاکستان له افغان وګړو سره د مرستې، خواخوږۍ او د دوی د بېرته ستنېدو پرمهال د ځورونې شکایتونو ته د ځواب ویلو لپاره د ۲۴ ساعته اړیکې مرکز رامنځته کړی دی.
دا پرېکړه له هغې دوه ورځې وروسته رامنخته شوه، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې د یو شمېر مسلو په ګډون له پاکستان څخه د افغانانو د ډلهییزې شړنې په اړه خبرې وکړې.
په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې “پاکستان د ملي بحران د معلوماتو د مدیریت په مرکز (NCIMC) کې د ۲۴ ساعته فډرالي کنټرول خونه کوړه کړه، چې له افغان وګړو سره مرسته وکړي او د بېرته ستنېدو په وخت کې یې د ځورونې شکایتونو ته لاسرسی ومومي.”
په افغانستان کې د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان د دفتر لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د مرستې لپاره د اړیکې خدمات د کابل د سفر پر مهال له شوې ژمنې سره سم پیل شوي دي.
ډار ژمنه کړې، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت به په ۴۸ ساعتونو کې د افغان ستنېدونکو لپاره د شکایتونو میکانیزم ساده کولو لپاره یوه خبرتیا هم خپره کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې ډار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د سفر پر مهال یې د هغه له میلمه پالنې مننه وکړه.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړو مشرانو د خپلو خبرو اترو له پایلو څخه رضایت څرګند کړی او هوکړه یې کړې، چې “د دواړو هېوادونو د خلکو د متقابلو ګټو لپاره رامنځته شوې پرېکړې باید چټکۍ پلي شي.”
ډار متقي ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړه، چې افغان چارواکي یې بلنه ومنله.
دا وروستی اقدام د اسلام آباد د هغو هڅو پر مهال رامنځته کیږي، چې غواړي له ۸۰۰ زره څخه زیات افغان کډوال وباسي، چې ډېری یې له لسیزو راپدېخوا په پاکستان کې ژوند کوي.
د بشري حقونو ډلو او افغان چارواکو په وروستیو اوونیو کې له کډوالو سره د روان چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. ډېری دغو کډوالو د ځورونې، خپلسري نیولو، د ملکیتونو او شتمنیو ضبطولو او د کورنیو جلا کېدو په اړه راپور ورکړی دی.
د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې، د اپریل له لومړۍ راپدېخوا نږدې ۸۵ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
تازه خبرونه5 days ago
اسلامآباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
-
نړۍ2 days ago
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي
-
مرکه3 days ago
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له مرستیال انډریکا راټواټ سره ځانګړې مرکه