Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة‌الله اخوندزاده پر مشرۍ د وزیرانو شورا لومړۍ غونډه جوړه شوه

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۲, ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چارشنبه( د لیندۍ لومړۍ ) ویلي، چې تېره ورځ د لومړي ځل لپاره په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د رهبر مولوي هبة الله اخوندزاده پر مشرۍ د وزیرانو شورا دوه ورځنۍ غونډه ترسره وشوه.

د اسلامي امارت رهبر حکومتي مسوولینو ته د خپلې وینا په یوه برخه کې څرګنده کړې: د شریعت نفاذ او د ولس خدمت د مسوولینو لومړنۍ دنده ده؛ له هر وزارت سره د افغانستان د نږدې څلویښت میلیون ولس حقوق تړلي دي، نو که خدای مکړه کوم مسوول غفلت کوي د څلویښت میلیون ولس حقوق ورسره ضایع کیږي.

د اسلامي امارت رهبر مسوولینو ته په نغوته( اشاره ) کې ویلي: هر پېر او دوره تېرېدونکې ده؛ مونږ او تاسې باید کوښښ وکړو، چې راتلونکیو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح او غوره اخلاق پرېږدو.

نوموړي ټینګار کړی: کوښښ کوئ، چې د زور پر ځای د تشویق، ترغیب او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ. د زور له لارې خلک در سره مقابله کوي؛ خو په تشویق کې یې له اخلاص او ملګرتیا برخمن کیږئ.

هغه ویلي: که مسوولیت در وسپارل شو؛ خوشحاله کیږئ مه  او که  درڅخه واخیستل شو خفه کیږئ مه.

د وزیرانو شورا په دې ناسته کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ایران او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو راپورونه وړاندې کړل او د هېواد د صادراتو، وارداتو او ترانزيت لپاره یې د بېلابېلو لارو پر غوراوي خبرې وکړې.

دغه راز په راروان ژمي کې د خوراکي او سون توکو د برابرولو او پر وخت یې د رسولو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

همدارنګه د افغانستان بانک چارسمبالي هدایت الله بدري د افغانیو د ارزښت ساتلو او ورسره د تړلیو موضوعاتو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ د اسلامي امارت د رغنده پولي سیاست پر پیاوړتیا، غښتلتیا او رڼښت هم ټینګار څرګند کړ.

په دې غونډه کې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه هېواد ته د را ستنېدونکیو مهاجرینو د وضعیت، خدماتو او ځای پر ځای کولو په اړه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر مشري جوړ شوي کمیسیون د خپل کاري راپور د وړاندې کولو تر څنګ د اسلامي امارت له لوري د نیول شویو تدابیرو په اړه هعم بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د اسلامي امارت د عالي شورا مشر له لوري ټولو وزیرانو ته سپارښتنه شوې، چې د مهاجرینو خدمت ته د نورو کارونو پر پرتله لومړیتوب ورکړي.

دغه راز وزیرانو ته په دې ناسته کې له ګاونډ او نورو هېوادونو سره د اړېکو د پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه پر موجوده وضعیت او روان سیاسي فعالیت د بحث او خبرو تر څنګ د رغنده پالیسيو د پلي کولو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر پر مشرۍ د سیاسي کميسیون غړیو ته د بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ او تګ لارې د چمتو کولو په اړه دنده وسپارل شوه.

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د وزیرانو ناستې د هېواد د نوی نسل د ښې روزنې، په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو، په بېلابېلو (دیني او عصري) برخو کې د علمي وړتیاوو پر لوړولو، د استادانو او شاګردانو د مشکلاتو پر حل کولو هم بحث او خبرې شوې دي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

Published

on

د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.

دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.

دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼ‌شمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.

د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.

ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سوله‌ییزه حل کړي – د قطر امیر

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

Published

on

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سوله‌ییزې حل کړي.

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.

قطر د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!