تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر مولوي هبةالله اخوندزاده پر مشرۍ د وزیرانو شورا لومړۍ غونډه جوړه شوه
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چارشنبه( د لیندۍ لومړۍ ) ویلي، چې تېره ورځ د لومړي ځل لپاره په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د رهبر مولوي هبة الله اخوندزاده پر مشرۍ د وزیرانو شورا دوه ورځنۍ غونډه ترسره وشوه.
د اسلامي امارت رهبر حکومتي مسوولینو ته د خپلې وینا په یوه برخه کې څرګنده کړې: د شریعت نفاذ او د ولس خدمت د مسوولینو لومړنۍ دنده ده؛ له هر وزارت سره د افغانستان د نږدې څلویښت میلیون ولس حقوق تړلي دي، نو که خدای مکړه کوم مسوول غفلت کوي د څلویښت میلیون ولس حقوق ورسره ضایع کیږي.
د اسلامي امارت رهبر مسوولینو ته په نغوته( اشاره ) کې ویلي: هر پېر او دوره تېرېدونکې ده؛ مونږ او تاسې باید کوښښ وکړو، چې راتلونکیو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح او غوره اخلاق پرېږدو.
نوموړي ټینګار کړی: کوښښ کوئ، چې د زور پر ځای د تشویق، ترغیب او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ. د زور له لارې خلک در سره مقابله کوي؛ خو په تشویق کې یې له اخلاص او ملګرتیا برخمن کیږئ.
هغه ویلي: که مسوولیت در وسپارل شو؛ خوشحاله کیږئ مه او که درڅخه واخیستل شو خفه کیږئ مه.
د وزیرانو شورا په دې ناسته کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ایران او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو راپورونه وړاندې کړل او د هېواد د صادراتو، وارداتو او ترانزيت لپاره یې د بېلابېلو لارو پر غوراوي خبرې وکړې.
دغه راز په راروان ژمي کې د خوراکي او سون توکو د برابرولو او پر وخت یې د رسولو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د افغانستان بانک چارسمبالي هدایت الله بدري د افغانیو د ارزښت ساتلو او ورسره د تړلیو موضوعاتو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ د اسلامي امارت د رغنده پولي سیاست پر پیاوړتیا، غښتلتیا او رڼښت هم ټینګار څرګند کړ.
په دې غونډه کې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه هېواد ته د را ستنېدونکیو مهاجرینو د وضعیت، خدماتو او ځای پر ځای کولو په اړه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر مشري جوړ شوي کمیسیون د خپل کاري راپور د وړاندې کولو تر څنګ د اسلامي امارت له لوري د نیول شویو تدابیرو په اړه هعم بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د اسلامي امارت د عالي شورا مشر له لوري ټولو وزیرانو ته سپارښتنه شوې، چې د مهاجرینو خدمت ته د نورو کارونو پر پرتله لومړیتوب ورکړي.
دغه راز وزیرانو ته په دې ناسته کې له ګاونډ او نورو هېوادونو سره د اړېکو د پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه پر موجوده وضعیت او روان سیاسي فعالیت د بحث او خبرو تر څنګ د رغنده پالیسيو د پلي کولو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر پر مشرۍ د سیاسي کميسیون غړیو ته د بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ او تګ لارې د چمتو کولو په اړه دنده وسپارل شوه.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت د رهبر پر مشرۍ د وزیرانو ناستې د هېواد د نوی نسل د ښې روزنې، په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو، په بېلابېلو (دیني او عصري) برخو کې د علمي وړتیاوو پر لوړولو، د استادانو او شاګردانو د مشکلاتو پر حل کولو هم بحث او خبرې شوې دي.
