تازه خبرونه
د اسلامي امارت سفیر به ډېر ژر په تاشکند کې ومنل شي
مولوي عبدالکبیر وایي: افغانستان د انرژۍ، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې او په نورو برخو کې د پانګونې ښه وړتیا لري.
د ازبکستان لومړي وزیر د ریاست الوزراء د دفتر له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د افغان – ټرانس پروژې له پلي کېدا د خپل هېواد له چمتووالي ډاډ ورکړ او وایي، چې د اسلامي امارت سفیر به ډېر ژر په رسمي توګه ومنل شي.
د ارګ د ایکس پاڼې د خبرپاڼې له مخې د ریاست الوزراء د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارفاوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو یو شمېر نورو چارواکو هم حضور درلود.
د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفاوف ویلي: ازبکستان لومړنی هېواد و، چې له اسلامي امارت سره یې رسمي اړیکې پیل کړې او اوس یې هم رسمي اړیکې د ښه نیت او همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي.
هغه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ازبکستان لومړي وزیر زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د همکاریو پراخولو ته ژمن دی او د کانونو، برښنا، کرنې، د تاریخي ابداتو او ځایونو د بیارغونې او ساتنې په برخو کې به د ازبکستان او د افغانستان ترمنځ کلتوري همکاریو روانه وي.
هغه د ټرانس – افغان پروژې د پلي کېدا په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي په اړه ډاډ ورکړ او په دې اړه وایي؛ ازبکستان به د اوسپنې پټلۍ او هوايي چلند په برخو کې ۱۰۰ کسه څانګوال او متخصصین وروزي او ۵۰۰ افغان محصلینو ته به د کرنې په برخه کې د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د ازبکستان لومړي وزیر یادونه کړې، چې ازبکستان د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره افغانستان ته خپلې تجربې او اسانتیاوې وړاندې کوي او افغان محصلینو او سوداګرو ته یې د ویزې د ورکړې په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
عبدالله عارفاوف زیاته کړې، چې ډېر ژر به په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر رسماً ومنل شي.
نوموړي د رییس الوزراء سیاسي مرستیال ته د تاشکند د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.
له بلې خوا د مولوي عبدالکبير کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر له سفر هرکلى وکړ او وایي، چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او دوستۍ د پراختيا څرګندونه کوي.
هغه ویلي، ازبکستان د یوه بې طرفه ګاونډ دی تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کړی او اسلامي امارت له ازبکستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت او ارزښت ورکوي.
مولوي عبدالکبیر وایي: افغانستان د انرژۍ، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې او په نورو برخو کې د پانګونې ښه وړتیا لري.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي، چې د افغانستان جغرافياوي موقعیت د سیمهییز اتصال مرکز وګرځوي او منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره ونښلوي؛ ځکه د افغانستان او ازبکستان تر منځ له ټرانزیټ او همکارۍ پرته د سیمې نښلول ناشوني دي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او نورو سیمهییزو پروژو ته چمتو دی او د افغانستان ثبات او پرمختګ د سیمې له ثبات او پرمختګ سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان لومړی وزیر له یوه پلاوي سره پرون کابل ته راغلی او له بېلابېلو حکومتي چارواکو سره یې لیدلي دي.
تازه خبرونه
د منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.
د منځنۍ آسیا د تماس دلې غړو هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه په آستانه کې ځانګړې ناسته ترسره کړه.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له کابل سره د ښکېلتیا او تعامل لپاره پر اړوند بېړنیو مسلو رغنده خبرو او عملي حل لارو موندلو د هېواد پر ژمنې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې خبرې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان له لارې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي دهلېزونو پراختیا او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو ارزونې راوڅرخېدې.
ګډونوالو ټینګار کړی؛ د منځنۍ آسیا هېوادونه باید همغږې هڅې وکړي، چې په افغانستان کې ثبات تضمین او دوامدار پرمختګ ته وده ورکړ شي.
ویل کیږي، چې د دغو هېوادونو ځانګړو استازو د سیمهییز تماس ډلې په چوکاټ کې د منظمې سلا مشورې او کاري اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
ملي دفاع وزارت د دفاعي ځواکونو د نوي یونیفورم مخکتنه وکړه
دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه) په یو لړ مراسمو کې د هېواد د دفاعي ځواکونو نوې یونیفورم پېژندنې ته وړاندې کړ.
دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
په دې مراسمو کې، چې د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیحالدین فطرت، ملي دفاع وزارت یو شمېر رییسانو او مسوولانو او د مرکزي قطعاتو قومندانانو په کې ګډون کړی و؛ د وسلهوالو ځواکونو په لیکو کې د نظم، انضباط او واحد هویت پر ارزښت ټینګار وشو.
محمد فصیحالدین «فطرت» په خپلو خبرو کې ویلي، چې نظامي یونیفورم د نظم او انضباط د ټینګښت او د ځواکونو ترمنځ د ګډ هویت د رامنځته کولو لپاره وېشل کېږي او د هغې بشپړ مراعات د ټولو دفاعي ځواکونو لپاره بنسټیز اصل دی.
هغه زیاته کړې؛ نوی یونیفورم د وسلهوالو ځواکونو د یووالي او پیوستون نښه ده او هغه کسان، چې د پوځ لیکو ته داخلېږي باید د هېواد دفاع خپل مسوولیت او ژمنتیا وبولي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت د اطلاعاتو او سټراټېژیکو نشراتو رییس عنایتالله خوارزمی هم ټینګار کړی، چې هر نظامي باید له ځواکمنې ارادې او لوړ فکر لرونکی وي؛ پوځي اصول او نظم مراعت کړي.
نوموړي ویلي، چې پوځیان باید د هېواد د دښمنانو پر وړاندې پرېکنده، ټینګ او خلکو ته له اخلاقو، مسوولیتپالنې او ښه چلند برخمن پاتې شي.
ویل کیږي، چې د دې نوي یونیفورم پېژندنه د هېواد د دفاعي ځواکونو د انسجام، انضباط او واحد هویت د پیاوړتیا پر لوري یو اړین ګام دی.
تازه خبرونه
کابل او تاشکند د سټراټېژیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جاولون وخابوف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو پر ځینو لارو چارو بحث وکړ او په دې اړه یې خپل اندونه وړاندې کړل.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس سره د ازبکستان – افغانستان د اړیکو په چوکاټ کې د ګډو اجنډاوو د پرمختګ لپاره د همکاریو پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جاولون وخابوف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو پر ځینو لارو چارو بحث وکړ او په دې اړه یې خپل اندونه وړاندې کړل.
د جاولون وخابوف د څرګندونو له مخې: دواړه لوري لېواله دي، چې خپلې اوږدمهالې سټراټېژیکې موخې په عملي او محسوسو نوښتونو بدلې کړي؛ داسې نوښتونه، چې وکولی شي د دواړو هېوادونو د ثبات پیاوړتیا، سیمهییزو همکاریو پراختیا او ګډو ګټو ته وده ورکړي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه اسلامآباد کې د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي برید وروستي حقایق بربنډ شول
-
تازه خبرونه5 days agoد ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م امنیت شورا پر اسلامی امارت د بندیزونو د څار کمیتې واک یو کال نور هم وغځاوه
-
تازه خبرونه2 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
تازه خبرونه5 days agoهیڅوک د افغانستان او تاجکستان ترمنځ دوستانه اړیکو ته زیان رسولی نشي – امیرخان متقي
-
لوبی13 hours agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
سوداگري13 hours agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
