تازه خبرونه

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال د پاکستان د دیني علمانو له پلاوي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند( س) او د حقانیه دارالعلوم له مشر مولانا حامد الحق او مل پلاوي سره پر اقتصادي او سیاسي همکاریو خبرې وکړې.

مولانا حامدالحق د افغانستان او پاکستان ولسونه وروڼه ونومول او وایي، چې دواړه ملتونه ډېر اسلامي، کلتوري او ټولنيز ارزښتونه او مشترکات لري.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مهمې او ګټورې وبللې او څرګندوي؛ د پاکستان علما او خلک له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي او هيله لري، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اقتصادي همکاريو ترڅنګ سياسي اړيکې هم پراختيا ومومي.

مولانا حامد الحق د نړيوالې ټولنې له لورې د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کېدو هم نیوکه کړې او وایي، چې دغه ډول یو اړخیز او ظالمانه کړنې افغانان زیانمنوي.

 دغه راز ویل کیږي، چې مولوي عبد الکبیر مولانا حامد الحق او مل پلاوي سره په خبرو کې څرګند کړې، چې اسلامي نظام د افغانانو هیله وه، چې د عملي کولو لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت دی او اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي او هيچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې افغانستان د بل هېواد د ګواښلو لپاره وکاروي.

نوموړي د اړيکو په ټينګښت کې د علمانو هڅې ارزښتمنې یادې کړې او وایي، چې په هېواد کې د امنيت په ټينګښت کې هيچا ته د تخريبي کړنو اجازه نه ورکول کېږي.

Trending

Exit mobile version