تازه خبرونه
د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون له ګاونډ هېوادونو سره پر رغنده اړیکو ټینګار څرګند کړ

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر پر مشرۍ پرون ( شنبه د کب څلورمه) د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون غونډه ترسره شوه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د هېواد او سیمې پر سیاسي پرمختګونو، وروستیو تحولاتو او له نړۍ سره پر ښو اړيکو د بحث ترڅنګ له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې هم وارزول شوې.
ویل کیږي، چې د سیاسي کمیسیون غړیو له ګاونډ هېوادنو سره پر رغنده اړیکو د ټینګار ترڅنګ یادونه کړې، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو هیچاته پر خپله خاوره د تېري او له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې جازه نهورکوي.
ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې ناندریزې شوې دي.
تازه خبرونه
د ایران رهبر د ترور له وېرې خپلې برښنایي اړیکې پرې کړي
دې ورځپاڼې لیکلي: ” د ایران رهبر علي خامنهیی ځمکې په یوه تلخونه کې پټ شوی او د ترهګرۍ د ویرې له کبله یې خپل ټول برښنایي مخابرات قطع کړي دي.”

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران رهبر د ترور له وېرې خپلې ټولې برښنایي اړیکې پرې کړې دي.
دې ورځپاڼې لیکلي: ” د ایران رهبر علي خامنهیی ځمکې په یوه تلخونه کې پټ شوی او د ترهګرۍ د ویرې له کبله یې خپل ټول برښنایي مخابرات قطع کړي دي.”
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې: لکه څنګه، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه دوهیمې اوونۍ ته ننوځي؛ د ایران رهبر علي خامنهیی هېواد د ځمکني پټنځای څخه اداره کوي او د بدترین حالت سناریوګانو لپاره چمتووالی نیسي.
په راپور کې راغلي: “د ایران رهبر اوس له خپلو پوځي قومندانانو سره ډېری وخت د یو باوري مرستیال له لارې اړیکه نیسي.”
راپور دا هم څرګنده کړې، چې خامنهیی د کودتا په صورت کې روسیې ته د تېښتې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.
د ورځپاڼې پر وینا، ۸۶ کلن ایرانی رهبر، چې په یوه ځمکني پټنځای کې دی؛ نه یوازې د مهمو قومندانانو د مړینې په صورت کې د خپلو پوځي ځای ناستو په اړه پرېکړه کړې، بلکې په یوه بې ساري اقدام کې یې درې لوړ پوړي عالمان د خپلو ځای ناستو په توګه ټاکلي دي.
تازه خبرونه
ترکیه د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري – امیر خان متقي
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمهییزو مسلو په اړه نظرونه وړاندې کړل.

په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوپنځوسمې غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمهییزو مسلو په اړه نظرونه وړاندې کړل.
د غونډې په پیل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او کلتوري اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې ترکیه د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو د کچې په ښه کولو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
دغه راز د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هم له افغانستان سره اړیکې د خپل هېواد لپاره مهمې او سټراټیژیکې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.
دا غونډه پوره همغږې ترسره شوه، چې په کې د دوستانه اړیکو پر پراختیا او دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سم د رغنده خبرو اترو او همکاریو پر دوام ټینګار وشو.
تازه خبرونه
د لویدیځ بندیزونو د افغانستان اقتصادي پرمختګ ځنډولی – امیر خان متقي
امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان د لویدیځو هېوادونو لخوا تر “ناقانونه” بندیزونو لاندې دی او امریکا د افغانستان بانک د شتمنیو له کنګل کولو سره د هېواد اقتصادي پرمختګ ننګولی دی.
امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.
هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې ټینګار کړی؛ اسلامي امارت خپلې بهرنۍ اړیکې د متقابل درناوي او متوازن تعامل پر اصولو ولاړې کړې او افغانستان د آسیا زړه چمتو دی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه کلیدي رول ولوبوي.
همدارنګه په دې غونډه کې امیر خان متقي خبرداری ورکړ، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم پرلهپسې ظلم او تېری د سیمې د هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ دی او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.
متقي زیاته کړې: “زه د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلمونه ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام به پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ته ګواښ وي او ویجاړونکي پایلې به رامنځته کړي.”
ویل کیږي، چې نوموړي د دې غونډې په څنډه د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان پر سیاسي او سوداګریزې ودې او پراختیا هم خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د امریکا ملګرتیا غواړي – خلیلزاد
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
زمونږ پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده- ایران
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران مهم اټومي سایټونه د امریکا د هوايي بریدونو له کبله له منځه تللي دي – ټرمپ
-
نړۍ1 day ago
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید نړیوال غبرګونونه راوپارول
-
تازه خبرونه24 hours ago
هره ورځ ۸ زره کډوال له ایران څخه راستنیږي؛ په هرات کې بیړنۍ کمیټه جوړه شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د ویزې معافیت اعلان کړ
-
تحول5 days ago
تحول: د اسرائیل او ایران ترمنځ جنګونه
-
تازه خبرونه4 days ago
د ناروې هېواد یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي